سترسالارسترشهیدخان عبدالصمدخان اڅکزی

34 | نوومبر 25th, 2008



محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکوټه

کله چي انګریزاستعمارګرانوپه کال ۱۸۹۳عیسوي کښي ټوله پښتونخواونېوله نوپه هم دې وخت کښي دانګریزاستعمارپه ضددآزادۍ غورځنګونه په ډیرزورکښي وو دغلامۍ په دغوشپوورځوکښي دسهیلي پښتونخواپه تحصیل ګلستان کښي خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي دنورمحمدخان په کورکښي دکال۱۹۰۷دجولاي په میاشته کښي سترګي روڼي کړې.په یوې غازي کورنۍ کښی زېـږېدوله کبله دخان شهیدپه وینه کښي دغیرت اوغازا جذبه توده پرته وه.خان شهیدتراتم سیم پوري زده کړي وکړې دکورنۍ حالاتوله کبله خان شهیدنه سوکولای چي وخپل تعلیم ته وده ورکړي.خان شهیددمېووتجارت کول پېل کړې.دمېودتجارت دپاره به خان شهیدوپنجاب اودلوي هندوستان ونوروبرخوته تلی راتلی.خان شهیدپه دې تګ راتګ کښي څه انګریزي ژبه هم زده کړه.خان شهیدچي کله یولس کلن وونویې دانګریزشکېلاک ګروپه ضددمکتب دلوستونکویولاریون راوېستی وخان شهیدته هغه وخت خپلوانواونوروډیروبدورته وویل خوخان شهیدودې ټولوته دا ځواب روکوی.چي انګریزد زرګونومیل لیري نه راغلی دی اوپه موږه خپله واکمني کوي اوپښتانه اونورقامونه یې غلامان کړي یو.په دې خاوره ددې خلګودواکمني حق دی.څوک چي له پخواڅخه دلته په خپله خاوراستوګن دي.په دې خاوره دانګریزانودواکمني کولوهیڅ حق نه جوړېـږي.خان شهیددوړکتوب څخه دانګریزانودغلامۍ په ضد وو.خان شهید د مکتب په زمانه کښي هم دانګریزانوپه ضد کار کوی.نوکله چي په ښه اوبدپوه سونوسم دلاسه یې دانګریزانوپه ضدمبارزه پېل کړه.دخان شهیدپه ژوند کښی یوه داهسي پېښه وسوه چي خان شهیدیې دانګریزانوپه ضد پښتنودحق دپاره ویولوي غورځنګ ته وهڅوی.هغه پېښه داوه چي کله غازي امان الله خان وسهیلي پښتونخواته راورسېدی نوپه هغه ورځ په چمن کښي باران اورېدای اوخټي وې په دې ځاي کښي چي کوم انګریزپوځیانووغازي امان الله خان ته سلامي وړاندي کولادهغوپوځیانوګوټونه په خټو سو نوهندواڼویې ګوټونه په ټوالوپاک کول داخوپه ظاهره معمولي غوندي پېښه وه خودې پېښي دخان شهیدپه ژوندکښی ډیرلوي بدلون راوستی.
خان شهیددمحکوم افغان ملت ټولني دفرنګي استعمارپه ضدپه کال ۱۹۲۹عیسوي کښي په سیاسي توګه هلي ځلي پېل کړې.دمحکوم پښتون دیووالۍ ملي خپلواکی داولس خپلواکی او د دیموکریسي دانګریزدغلامۍ څخه خلاسون دپاره په خپل غورځنګ پېل وکړی. هم په دغه کال کښي خان شهید د دسمبرپه میاشته کښي ولاهورته ولاړې.هلته دبهارت مهاسبهااودنوروګوندوکلنۍ غونډي کېدې په دې کښي خان شهید دځان او د پښتونخواوطن دپاره ډیره رڼاومومله.دډاګټرسیف الدین اودکاکاصنوبرحسین ویناوي یې خوښي سوې.خان شهید دکال ۱۹۳۰عیسوي په پېل کښي دملګروپه ملتیاپه کلواوجماعتوکښي سیاسي کاراوویناوي پېل کړې.خوډیرژرخان شهیدسره دخپل ورورعبدالسلام خان اوایوب خان اڅکزی فرنګیانوبندیان کړل.اوجولاي ۱۹۳۰کښې د فرنګیانوتابع جرګې په امردوه کاله ډنډورکړی اوپه مچ بندي خانه کښې بندیان کړل دیولس میاشتو د تېرولووروسته په ۱۹۳۱کښي خوښي کړل سوځکه چي دهندسیاسي مشران لندن ته دګول میزکانفرنس دپاره تلل ددې وړاندي دګاندهي اودهنددوایس راې لارډارون دلوظ نامې لاندي ټول سیاسي بندیان خوښي کول ضروري وو.خان شهیداودهغه ملګری دیوګوندجوړولوپه هڅه کښي ووچي یوسف علي خان مګسي په ۱۹۳۲کښي په ملتان کښي د بلوڅانویوه غونډه رابللې وه اوپه دې لړکښي وخان شهیدته یې ترټولولومړي بلنه ورکړه.په دې وخت کښي خان شهیدډیربوخت ووهم له دې کبله یې د بلوڅانوپه دې غونډه کښي ګډون ونکړی.ددې وروسته یوځل بیاپه هم دې کال کښي په جیکب آبادکښي دپښتنواوبلوڅانویوګډه قامي جرګه دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی په مشري کښي وسوه.دې جرګې ډیري پرېکړی وکړې چي په کښي دایالت نظام حکومت بدلوولواونوی نظام راوستلوپه سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)کښي دي پښتوژبه تعلیمي اوسرکاري ژبه ګرځولوپرېکړي دپښتنواوبلوڅانوقامي غورځنګو  یودبل سرمرسته کولو په شان نوري پرېکړي وسوې.په دسمبر۱۹۳۳کښي خان شهیدپه حیدرآبادسندهـ کښي ریاست بلوچستان کانفرنس کلنۍ غونډي مشري وکړه.له دې وروسته خان شهیدپه خالقدنیاهال کښي ویناوکړه اوپه جنوري کښي بېرته کوټي ته راستون سونوانګریزي استعمارګروونېوی اوبیایې ددرې کالوډنډ ورکړی . خان شهید یې په مچ بندي خانه کښي بندي کړی اوهلته یې له ډول ډول کړاونوسره مخامخ کړی . انګریزحکومت په ۷م جون ۱۹۳۴کښي خان شهید له بنده څخه خلاس کړې په کال ۱۹۳۵کښي په هند کښي دولایتونودمحدوده خپلواکۍ قانون جوړسوکه څه هم داقانون په سهیلي پښتونخوا(برټش بلوچستان)( دافغانستان څخه بېلی کړل سوي پښتني سمي چي انګریزانوخپل دشومومقاصدودپاره دبلوڅوپه نامه ونومولې)اوریاست بلوچستان (دخان قلات بلوچستان)کښي نه ووعملي سوی.کله چي خان شهیدپه ۱۹۳۴کښي له بنده څخه خوښي کړل سونوپه هم دې کال کښي په سهیلي پشتونخوا اوریاست بلوچستان کښي د ورځپاڼو او مطبوعاتوقانون دخان شهیداودهغه دملګرود هلوځلوپه ترڅ کښي رامخته سوو.خان شهید د خپلوملګروپه مرسته کالداري راغونډي کړې اوداستقلال په نوم یې دورځپاڼي دراېستلولپاره هڅي پېل کړې اودیوسف علي مګسي دقلمي نوم په مناسبت سره یې سم یوپریس خلاس کړی.په هم دې کال کښي خان شهیدداستفلال ورځپاڼي په خپرولوپېل وکړی. په کال ۱۹۳۸کښي دخان شهیداودهغه دملګرود ډیروهلوځلووروسته قامي خپلواکي اودجمهوریت اودانګریزانودایستلولپاره مبارزه کولودپاره دانجمن وطن په نامه دیوسیاسي ګوند بنسټ کښېښود.خان شهیدددې ګوند مشروټاکل سو.دانجمن وطن د لومړي کال ترسره کېدوپه مهال دانجمن وطن په کلنی دستوره ۱۶م ۱۷م جون ۱۹۳۹کښي په صدارتي ویناکښی خان شهیددګوندمرام سیاست اودتنظیم په ډیرواړخورڼاواچوله.
هم په دې کال کښي باچاخان دانجمن وطن په بلنه دایالت برټش بلوچستان(سهیلي پشتونخوا) اودریاست بلوچستان دوره وکړه.خان شهیدپه ملګرتیاباچاخان ډیري اولسي غونډي وکړې ددورې دپاي په ورځ په نصیرآبادکښي دجمالي خاندان په لمسون په جلسې بریدوسواومحمدآمین یې په تبرزین ټپۍ کړی.په ۱۹۳۹کښي نړیواله جګړه پېل سوه نوانجمن وطن پرخپل بنیاددانګریزسره دمرستي نه کولوکړن لاره خپل کړه.بیاپه ۱۹۴۲کښي چي کله کانګریس دانګریزداېستلولپاره چي انګریزدی له هندوستان څخه وزی ناره پورته کړه نوپه دې وخت کښي خان شهیداوباچاخان ډیرلوی غورځنګ وچلوی. په دې ترڅ کښي فرنګیانوددوي په ضدګامونه اوچت کړل اوخان شهیدیې بندي کړی اوپه خداي خدمتګارانویې هم ظلمونه وکړل.انجمن وطن له کانګریس سره پردې مرسته وکړه چي دې ګوندپه ګراچي کښي په غونډه کښي دژبي پربنسټ دخپلواکه ایالتونه دجوړولولوظنامه کړې وه خووخت په ثبوت ورسوله چي انجمن وطن اوخداي خدمتګاریعني دپښتون قام دآزادۍ غورځنګونه اوګوندونه چي په کانګریس کښي ګډسویعني ملاتړیې ورسره وکړی.په دې وخت کښي دې قامي غورځنګودمحکوموافغانانودیووالۍ اوله انګریزڅخه له هندستان څخه ځانته دخپلواکۍ ښکاره لاره دټاکلواووخپل منزل ته درسېدولپاره دپښتنوخپل آزادګوندوحېثېت وساتلو.دانګریزانودتلووروسته دپښتنوپښتونستان دانګریزانووتالۍ څټوته دسوغات په شان ورکول سو.هم په دغه ترڅ کښي په کال۱۹۴۷کښي په بنوکښي یوه ډیره لوي جرګه وسوه په هغه کښي دپښتون دیوکولواوخپلواکه پښتونستان جوړولوپرېکړه وسوه چي تاریخي بنوقراردادبلل کېـږي په ۱۹۴۸کښي دانګریزانودتلووروسته پاکستاني واکمنوسم دلاسه خان شهیدونېوای اوبندي یې کړې اودغه شان یې باچاخان هم بندي کړې.اوپه شمالي پښتونخواکښې دخداي خدمتګارغړي یې په ګڼ شمېربندیان کړل.اوهم دغه شان په ۱۹۵۰کښي دمحمدایوب خان اڅکزی په مشری کښي دسهیلي پښتونخواپه سلګونوپښتنووآزادافغانستان ته هجرت کوای چي په توبه اڅکزۍ کښي له پنجابي استعمارګرانوسره وجنګېدل عبدالرحمان اڅکزی اونورډیرننګیالي پښتانه دپنجابي استعمارګرانودبمبارله کبله شهیدان اوټپیان سوو.دفرنګي دوخت ورکړل سوی ټوله ښاری حقوق هم ختم کړل سو.په ۱۹۵۰کښي دسهیلي پښتونخوااودریاست بلوچستان په لومړی ورځپاڼي استقلال بندیزولګول سو.استعمارګرانوپه ۱۹۵۴دپاکستان اسمبلی ماته کړه اوشمالي پښتونخوا،سهیلي پښتونخوا،ریاست بلوچستان،سندهـ ایالتونه یې ختم کړل اودپنجاب دګټي دپاره یې بنګالیانوپه سیالي کښي بنګالیان په لږبدلولودپاره یویونټ جوړکړی دغه شان یې یوخواته پښتانه،سندهیان بلوڅان،سرایکیان بلي خواته بنګالیان چي سرشمېرنه یې ترپنجابیانوزیاته وه دپنجاب غلامان کړل بنګالیان ترپښتنو،سندهیانو،بلوڅانوښه سول خپل دخاوری حق یې پرځاي کړې اوځانته یې له پنجابیانوآزادي واخېستله.خودانورقامونه لاتراوسه پوري دپنجابیانوغلامان دی.خان شهید دیویونټ په ضدخپله مبارزه پېل کړه نوخان شهید پنجابي استعمارګرانوونېوای.خان شهیدپه کال ۱۹۵۵کښي دورورپښتون ګوندبنسټ کښېښوددغه یوسیاسي ګوندوو.ددې ګوندمشرخان شهیداوجنرل سیکتریې هاشم خان غلزی وټاکل سو.پښتنودخپلواکۍ لپاره دورورپښتون کړن لاره وټاکل سوه.
دورورپښتون مرامونه:
۱.په پاکستان کښي دننه پرله پوري دپښتنویوخپلواک ایالت دپښتونستان په نامه جوړول اوپښتنوکښي ورورګلوي رامنځته کول.
۲.ریاست بلوچستان اوبرټش بلوچستان سهیلي پښتونخواکښي دټولوپښتنودژوند،دین،ژبي ګزران،ذدهکړی اوروزني دپاره زیارکښل اودغسي څه نور…..
دیویونټ په ضددورورپشتون منظم کولوسیاسي کارپېل کېدوسره سم په جولاي ۱۹۵۴کښي خان شهیدبېرته بندي کړل سو اوبیاچي کله دډاکټرخان په مشرۍ کښي دیویونټ پلان عملي کړل سواودلاهورداسمبلۍ دپاره تش په نامه دټول ټاکنوتېاري پېل سونوپه جولاي ۱۹۵۵کښي خان شهیدله بندخلاس کړل سواوبیادټاکنوپه وخت کښي بېرته دډاکټرخان په آمرسره خان شهیددلورالاي بوري څخه استعمارګرانوونېوی اوپه کال ۱۹۵۶کښي یې دلاهورهاي کورټ په آمرله بنده ایله کړې په لاهورهاي کورټ کښي خان شهید دپښتونستان په هکله څه داسي واي دپشتونستان په خاوره خپلواکه ایالت پشتونستان دپښتنوحق دی دپښتونستان په هکله دپاکستان واکداران غلطي پروپګېنډې (خبري)کوي اوپښتون اولس غولوي موږغواړوچي په پاکستان کښي دي دننه پښتونستان یوداهسي خپلواکه وحدت جوړکړل سي چي پرله پوري په پشتون آبادي سیموباندي خوروي داوحدت دي عدم تشدداوآیني اوپه جمهوري لاره جوړکړل سي.خان شهید دبلوچستان دپښتنوپه باره کښي دپښتونستان اوبلوچستان ترسرلیک لاندي لیکي…زه دبلوچستان په پښتنوکښي زېـږېدلی یم اولوي سوی یم اوداقدرتي خبره ده چي زماپه سیاسي ژونداومقاصدوکښي ددوي اړتیااوستونزي وړاندي وړاندي دي ماپه سرکښي دامحسوسه کړه چي دهغوي دحق نمایندګي اوزموږدژبي بې بسي تړټولولويه وجه دذدهکړی ناقص ډول دی پر دې چي دادوي په مورني ژبه کښي نه ورکول کېږي په دې هکله په ۱۹۳۲کښي په جیکب آبادکښي دریاست بلوچستان کانفرنس ددې علاقې په تاریخ کښي لومړي غونډه وه په غونډه کښي دا قراردادمنظورکړل سوچي ذدهکړی دي په مورنۍ ژبه کښي ورکول سي په لوي هندوستان کښي له کانګریس سره زمااړیکوترټولولويه وجه دکراچي قراردادووکوم چي پوره په زوزتایدوکړه چي په آزادهندستان کښي دي دننه دژبودخودمختارایالتوضمانت ورکول سي.خان شهید به ویل چي په برټش بلوچستان اوریاست بلوچستان کښي داوسېدونکوپښتنوچي کومه کښاله ده ددې یواځینی حل پښتونستان دی.خان شهیدچي کله په کال۱۹۵۶کښي له بنده خلاس سونوخان شهیداودهغه ملګرودپنجابي استعمارګرانوپه ضددبنګالي،سندهی،بلوڅ قامونواودپنجاب داولس دخپلواکۍ غورځنګ ترمینځ یواتحادوسوچي د۱۹۵۶کال په پاي کښي دټولوقامي غورځنګوله خونیشنل عوامي ګوندجوړکړل سوپه کوم کښي چي دخان شهیدورورپښتون ګوند،دباچاخان خداي خدمتګار،دحیدربخش جتوي سندهـ هاري کمېټی،دمیاافتخارالدین پنجاب آزادپاکستان ګوند،دجی ایم سیدسندهـ عوامي محاذګونداوپه کال ۱۹۵۸کښي له بنګال څخه دمولانابهاشاني عوامي لیګ هم دعوامي نیشنل ګوندبرخه سو.نیشنل عوامي ګونددآمرانواواستعمارګرانوپه ضددپښتون،بلوڅ،سندهی بنګالي اودپنجابي قامونودسیالۍ اودیویونټ دماتولواودژبي اوثقافت پربنسټ دقامونودخپلواک ایالتودجوړولوبېراغ اوچت کړی.خوله بده مرغه دپنجاب دګټي دپاره په ۱۹۵۶کښي آیین ختم کړل سواوپه ۸م اکتوبر ۱۹۵۸کښي دپاکستاني پوځ کمانډرایوب خان په مشری کښي مارشل لاولګوله اولومړی واریې په نیشنل عوامي ګوندوکړې اوخان شهیدیې بندي کړې چي ددسمبر۱۹۵۸کښي په دویمه اووهنۍ کورټ مارشل دلاری خان شهیدته دڅوارلس کالوډنډورکړی. دایوب خان دمارشل لاټوله موده خان شهیدپه بندي خانې کښي تېره کړه.خان شهید دایوبي مارشل لا لومړی بندي وو کوم چي بیادټولووروسته له بنده څخه په ۲۵م اپریل ۱۹۶۸کښي خوښي کړل سو.خان شهیددایوبي مارشل لا په ټوله موده کښي په بندي خانې کښي وو.خان شهیدپه اپریل ۱۹۶۸کښي دبندڅخه د خوښي کېدووروسته په لومړي ځل کوټي ته راغلی نوپه هواي ډګریې تودهرکلی وسوکوم چي په پنجابي استعمارګرواودهغه په تالۍ څټوښه نه ولګېدی اوهم له دې کبله ددوي خوبونه ورک سونوسمدلاسه یې دساینس پوهنځي دلوستونکوپه استوګنی(هاسټل)بریدوکړې اوهلته یې لوستونکي ټپیان کړل اویولوستونکی ظریف خان یې شهیدکړی.خان شهیددبنده خلاسېدووروسته په کورکښي نظربنده کړل سو.
په کال ۱۹۴۷کښي دپښتون قامي غورځنګ ددښمن دلاسه ماته خوړولووروسته دلومړي ځل دپاره دا امکان پېداسوچي پښتون به له بولانه ترچتراله پوري خپلواکه کېږي.خوله بده مرغه نیشنل عوامي ګوندپه دوبرخوکښي ووېشل سوچي دیوې ډلي مشري یې ارواښادولي خان کوله اودبلي ډلي مشري یې مولانابهاشاني کوله هم ددې ترڅنګ نیشنل ګوند دپښتنومشرانوسره سم دنورق

Copyright Larawbar 2007-2024