دټاګنو په اړه د ښاغلي نعيمي څرګندونې
د افغان ټاکنو په اړه د ميدان وردګو دپخواني والي عبدالجبار نعيمي سپارښتنې
قدرمنو لوستونکيو : دسياسي چارو افغان کارپوه اودميدان وردګو پخوانى والي عبدالجبارنعيمي په افغانستان کې دټاکنو په اړه هغه نړيوال سيمينار ته بلل شوى چې په اروپاکې دبرلين په ښار کې دهنريچ بول سټيفونګ لخوا جوړ شوى وو .
ښاغلي نعيمي هم پدې سيمينار کې وينا اورولې او ځينې سپارښتنې يې کړې دي . پدې خاطر چې سپارښتنې او مشورې يې دارزښت وړاوګټورې دي په لنډه توګه يې تاسو درنو لوستونکيوته هم وړاندې کوو
په کنفرانس کې دده د وينا لنډيز:
په افغانستان کې ټاکنې
په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشرۍ د راتلونکيو ټاکنود اعتبارلپاره بايد
لاندې اصول په پام کې ونيول شي :
__ په افغانستان کې د ټاکنو د پروسې په اړه له افغاني ټولنې سره هيلې او اندېښنې شته چې بايد په جدي توګه په پام کې ونيول شي
_د افغاني او نړيوالې ټولنې لپاره د دموکراسۍ دوام ډېر اهميت لري،داټکى دې په پام کې ونيول شي .
_د ټاکنو کميسيون بايد خپلواک ، ازاد او ناپلوى وي او د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا ورته لاره هواره شي .
_دکميسيون غړي بايد په امن کې او په بشپړه توګه خوندي وي .
_ ټاکنې بايد ازادې ، ناپييلې او روښانه وي
_ دناوړه امنيتي شرايطو پرضد د افغان او ناټو ځواکونو لخوا د ټول هېواد په کچه ګډ او منظم امنيتي پلان.
د افغان او ناټو ځواکونو په ونډه اخيستو سره ، موږ هيله لرو چې امنيتي شرايط داسې چمتو شي چې خلک وکړاى په ټول هېواد کې رايه ورکړي .
_دعامه پوهاوي لپاره د ملي او نړيوالو رسنيو شتون .
_ د رايې ورکولو په ارزښت د پوهاوي لپاره بايد په هر ولايت کې د دموکراتيکو سازمانونو ( د دموکراسۍ پر بنسټ سياسي ګوندونه ) مدني ټولنو ، د ښځود بنسټونو ، ديني عالمانو ، قومي مشرانو ، د پارلمان دغړيو او ولايتي شورا ګانو ورکشاپونه او سيمينارونه دې جوړ شي .
_په ٢٠٠٤ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په ګاونډيو هېوادونو ( پاکستان او ايران ) کې افغان کډوالو ددې اجازه درلوده چې په ټاکنو کې رايه ورکړي . په ٢٠٠٩ کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره بايد همدارنګه تدابير ونيول شي ، تر څو په ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوال رايه ورکړي .
_دنوم ليکنې او رايې ورکولو لپاره بايد په يوه روښانه ميکانيزم خبرې اترې وشي او همدارنګه بايد عملي شي .
_د ټاکنو د مشروعيت لپاره دا ډېره مهمه ده چې د ټول هېواد په کچه خلکو ته داسې زمينه برابره شي چې له کومې وېرې پرته رايه ورکړي .
_په هېواد کې د ازادو او خپلواکه ټاکنو لپاره د ټاکنو د خپلواک کميسيون لپاره ځينو بين المللي مشاورينو او څارونکيو ته اړتيا ده ، چې ټاکنې وڅاري او همکاري وکړي .
_ددې مشاورينو دنده څه ده ؟
نړيوال فعالان او د ټاکنو کارپوهان کولى شي چې روښانه ، ازاده او ناپييلو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي او دا به يادو شويو ټاکنو ته مشروعيت هم ورکړي .
لکه څنګه چې موږ ټول دهېواد په روانو امنيتي حالاتو خبر يو ، موږ بايد داسې فکر ونکړو چې اکثريت خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي ، خو دټاکنو دمشروعيت لپاره دا مهمه ده چې زيات شمېر خلک په ټاکنو کې برخه واخلي .