نوې ستراتیژی ، نوي پوځیان او نوي تلفات

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 25th, 2008


رویټر او بی بی سی د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی امریکا تصمیم لری چی د افغانستان په هغو ۱۲ جنوبی او ختیځو ولایتونو کی نور پوځیان هم مستقر کړی چی د پاکستان سره پوله جوړوی او د طالبانو تر باالقوه اثر لاندی دي . د امریکایی پوځ ویاند ډګروال ګریګ جولیان وویل چی دغه پوځیان به زیاتره په هغو سرحدی ولایتونوکی ځای پر ځای کیږی چی هلته امریکایی پوځیان شتون نه لری . ده وویل چی موږ په راتلونکو ۱۲- ۱۵ میاشتو کی نور شل زره پوځیان هم افغانستان ته راغواړو چی درې نیم الی څلور زره به یې په همدې جنوري کی راورسیږی . ده وویل چی امریکایی پوځیان به سرحدونه ژغوری ، تګ راتګ به تعقیبوی ، پر طالبانو به سختی حملې کوی او آینده ولسمشریزه انتخابات به څاری . ده زیاته کړه چی د ناټو تړون او ملګري ملتونه به هم په دې نوې ستراتیژی کی د امریکا سره مرسته کوي . د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځلسو غړو هېوادو یو عالیرتبه هیأت همدا اوس کابل ته را رسېدلی دﺉ چی د امریکا نماینده یعنی افغان الاصل زلمی خلیلزاد هم پکښی شامل دی او هغوی د افغانستان د عمومی حالاتو ارزونه کوی . څیړونکي معتقد دي چی راتلونکی کال به د افغانانو لپاره د لویو تلفاتو کال وی .

Copyright Larawbar 2007-2024