د ښځوپر وړاندي د زورزياتي له منځه وړلو کنفراس جوړ شو

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2008


په ميدان وردګ ولايت كې د ښځو پر وړاندې زور زياتي يو ورځنى كانفرانس د لاسي صنايعو د نندارتون د پرانيستې او د ميدان ودرګ  ولايت كې د لومړى ځل لپاره دښځو شورا جوړيدو په ترڅ كې پاى ته ورسيده.


د نومبر دمياشتې ۲۵مه چې د ليندۍ دمياشتې( ۵)مې نيټې سره سمون خوري د ښځو نړيوالي ورځ د لمانځې په موخه په ميدان وردګ ولايت كې د ښځو پر وړاندې زور زياتي د له منځه وړولو تر نامه لاندې يو ورځنى كانفراس د ميدان دردګ والي محمد حليم فدايي ، دولايتي شورا غړو، دولتي او نادولتي ادارو ريسانو، دښځو چارو وزارت، دتركيې ولايتي بيارغاونې ټيم ،دميشتو امريكايي ځواكونو استازو او دميدان ودرګ ولايت د بېلابېلاو ولسواليو څخه  راغلو ښځو په ګډون جوړ شوه، غونډې ته دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي پرانيستوونكې وينا وكړه او د ښځو پر وړاندې ناوړه لااملونو او ناوړه دودونو څخه يې يادونه وكړه اوزياته يې كړه (زموږ په افغاني ټولنه كې ښځو ته د يو ټيټ قشر په سترګه ليدل كيږي چې د اسلامي او نړيوالو انساني قوانيو پرخلاف عمل دي، اسلام يوازينې دين دي چې دښځو ژوند يې د لومړى ځل لپاره تامين كړې دي  چې نراو ښځو ته يې مساوي حقونه ټاكلې دي داچې موږ د كومو ستونزو سره مخ يو يوازينې لاامل يې د اسلامي او عصري زده كړو څخه بې خبرې ده او زما دټولو خويندو او ميندو څخه لومړۍ هيله داده چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځينو ته وليږي ، ولايت مقام به خپل شته امكانات د ښځوشوراپه واك كې وركوئ) وروسته دښځو چارو ريسې مهتاب جعفرى ،دمرافعې محكمې مرستيال عبدالصمد، تركيې ولايتي بيارغاونې ټيم استازيتوب محسن كوسي او ولايتي شورا غړى راحله وردګ  هريو په خپل وار سره د ښځو پروړاندې د پرتو ستونزو او ناوړه دودونو څخه يادونه وكړه او دمركزي دولت څخه يې  غوښتنه وكړه چې دقوانينو په پلې كولو او ښځو ته د زياتې پاملرنې په اړه لازم ګامونه پورته كړي، په اخركې د ښځو چارو په رياست كې د لاسي صنايعو نندارتون دښاغلي فدايي لخوا پرانيستل شو، دولايت دمقام په شخصي امكاناتو به دغه نندارتون ته پراختيا وركړل شي او د ښځو په اقتصادي ژوند كې به خوار ښې اغيزې وكړي او هم د تركيې ولايتي بيارغاونې ټيم او ولايت دمقام لخوا په (۲۰۰) ښځوتحفي او ژمني كالي ووېشل شول او نور چارو مالي لګښت دنړيوالي موسسي كانټرپاوټ لخوا وركړل شوې وه .


ديادونې وړ ده چې په اخر كې  دښځو له لخوا دميدان وردګ ولايت په سطحه يو لس كسيزيزه شورا جوړه شوه چې دولايت دمقام لخوا ورته دمياشتې (۱۰۰۰۰) افغانيو د وركړې وعده وشوه چې وروسته به  شورا ته پرمختيا وركړل شي،  نوموړې شورادسوله ييز لاريون په ترڅ كې د كندهار ولايت كې دهېواد دښمنانولخوا  د ښوونځيو په ښځينه زده كوونكو په مخونود تيزابو  پاشل وغندل اود مرتكيبينو نيول يې په كلكه وغوښتل.


 

Copyright Larawbar 2007-2024