کور / تازه خبرونه / په كندهاركې دسفمامشروټاكل سو

په كندهاركې دسفمامشروټاكل سو

دوسويلي اسيادآزادورسنيويا سفمادسيمه ييزمشرتابه دټاكني لپاره په كندهاركې  اتخابات ترسره سول .
دغه ټاكنې چې دكندهارداطلاعاتواوكتورپه رياست كې په لاراچول سوي وې دولايت دمقام اداري ريس په كندهاركې دملګروملتونو،دبشردحقونو، اوداطلاعاتواوكلتوررياست استازودانتخاباتودپروسي څارنه كول .
دامريكاږغ اشناراديوخبريال فضل الرحمن پرته له كوم سيال څخه د۹۴ رايوپه ترلاسه كولودلوى كندهاردسيمه ييزدفترمشروټاكل سو.
دزابل څخه دبي بي سي خبريال ميرويس افغان اوله هلمندڅخه دهيوادتلوېزيون اوافغان ازادي راديو خبريال عزيزاحمدشفيع دمرستيالانوپه توګه وټاكل سول .
دمنشي دڅوكې لپاره دكليدراديوخبريال مفتي احمدفرزان ،دسوبخيرخبريال نورالله نوري اودبينوافرهنګې ټولنې مشرعبدلااحمدمحمديارځانونه كانديدكړي وو.
دمنشي دڅوكې لپاره مفتي فرزان ۱۷ نورالله نوري ۲۰ اوعبدلااحمدمحمديار۶۴ رايي ترلاسه كړي چې عبدلااحمدمحمدياريې ګټونكې وټاكل سو.
په دغوانتخاباتوكې دلوى كندهار(زابل ،اوروزګان ،هلمنداوكندهار)۱۲۰ تنوښځينه اونارينه خبريالانوګډون كړي وو.
دسويلي اسيادآزادورسنيودافغانستان دڅانګې غړي عبدالنافع همت خبريالانوته وويل چې ددوي دحقونوپه دفاع اودژوناليستانودمسلكې كچې دلوړه ولولپاره به دوى پرله پسي هڅي كوي .
سويلي حوزه هره ورځ درسنيوتوليدي خبرجوړه وي.
 دلته خبريالان له رازرازستونزوسره مخ وي اودكارونوپه وړاندي يې ستونزي پرتي وي .