کور / شعر / دوه شعرونه

دوه شعرونه

يادونه: د تيرې پنج شنبې په شپه مې خپل نوى شعر په مسيج كې خپل ګران ملګري احسان الله درمل ته ولېږه، چې سمدستې يې پر هماغه قافيه او رديف څلور ښكلي بيتونه راولېږل، بېتوته يې دومره ښكلي ليكلي وو چې زه يې پر خپل شعر پښېمانه كړم.
 سروش
دواړه شعرونه ستاسو په وړاندې دي:





خداى خبر په څه اكثر
ژاړم هره شپه اكثر
زه او زما تياره كوټه
دواړه يو خپه اكثر
وايم نور به ساتم زړه
ولې شم دوكه اكثر
دې كابل كې څه چل دى؟
يم لكه نشه اكثر
ځار شم يار راوړي راته
درد غوندې خواږه اكثر


حكمت سروش


 


څلور بېتونه


درد مې كوي زړه اكثر
ياد شې راته ته اكثر
موسك وي ستا تصوير په كې
څكمه چې اوبه اكثر
تنګ د ښار په شور كې يم
ياد راځي د غره اكثر
يو نوم دى له شاتو جوړ
وي زما په خوله اكثر


احسان الله درمل