کور / شعر / غزل

غزل

اوښكې تڼاكې شوې دردونه د زړه كور كې ساتو
د چا په هيله ارمانونه د زړه كـور كې ساتو


د ځان د سا په څېر خو دومره بې باوره ښـكاري
د ښكليو هسې تصويرونه د زړه كـور كې ساتو


څنګه را لېږي نن د امن جرګې خلګو راتــه؟
د يار له لاسه پټ زخمونه د زړه كور كې ساتو


تاته به ورين تندي په لاره كې تــر څو و نيسو
درته ګونګي يو ځوابونه د زړه كـوركې ساتو


د جبر وخته! حــق غوښتنه خو كولاى شـو موږ
د خپل ناموسه حسابونه د زړه كــور كې ساتو


لكه فرهاد له پښتونخوا سره به مينه پالم
د شهيدانو تاريخونه د زړه كور كې ساتو


اې بشرمله! مسافــر يې د جونــګړې ژونـــد دى
وايم ګيلې به څه وختونه د زړه كـــور كې ساتو


                           ١٩ اګست ۲۰۰٧م

                                                                  کلات