کور / تازه خبرونه / په کنړ کي پوليسو دوه تنه له وسلو سره نيولي دي

په کنړ کي پوليسو دوه تنه له وسلو سره نيولي دي

دکونړ چارواکي وايي دغه  وګړی دشيګل ولسوالۍ د شلطن په سيمه کې چې دډېورنډ پولې ته څيرمه پرته ده دملې امنيت دکسانو له خوا نيول شوى دى.


دده سره يو بل افغان هم نيول شوی چې د چارواکو په وينا وسلې او گڼ توغندي ورسره وو.


دکونړ والي فضل الله وحېدي وايي ګڼ شمير توغندي بمونه او نوره وسله له نيول شوو کسانو سره وه .


د کنړ څخه د لراوبر ويبپاڼي خبريال وايي که څه هم چارواکي د پولي هغه خوا اوسيدونکي افغانان د پاکستانيانو په نومونو يادوي ، خو ياد سوئ کس پاکستانی نه بلکي دډيورنډ د هغه غاړي  باجوړ دسيمي اوسيدونکی (افغان) و .