کور / تازه خبرونه / هلمند: په جګړه کي ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هلمند: په جګړه کي ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده

والي اسدالله وفا وويل چې په دغو ولسوالۍ کې ددريمې ورځې لپاره عمليات روان دي خو د پرمختگ په اړه يې هيڅ ونه ويل .


په هلمند کې دناټو يو وياند خبري ايجنسيو سره په خبرو کې ددې پخلى کړى چې د موسى کلا په ولسوالۍ جگړه روانه ده .


ځايي خلک وايي چې په سيمه كې جګړه نشته اونړيوالو ځواكونه دموسى كلا په څنډو كې ولاړ دي .


په موسى كلا كې دافغان اونړيوالو ځواكونو ګډ پوځي عمليات اوس يوه داسي معما ده چې په تعبيريي هيڅوك نه پوهيږي .


ځايي حكومتي چارواكي ټينګاركوي چې عمليات روان دي خودعملياتو دپرمختګ په اړه جزيات نه وركوي ، له بلي خوا  لراوبر ته د ايساف له خوا په رسيدلې خبرپاڼه کي د نن په جګړه کي پر وسله والو طالبانو تور لګېدلی دی چي ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي، خبرپاڼه کاږي چي طالبانو ددوی پر خوا په خپلو موټرونو کي راروان وو، د مقابل لوري د درېږ په ږغونو يې باک نه کاوه ، دوی پر موټرونو ډزي وکړې ، دوی وايي چي په ډزو کي دوه ماشومان وژل سوي او يو شمېر نور ملکي وګړي ژوبل سوي دي .


په دې اړه طالبانو خپل رسمي غبرګونه ښودلی نه دی .