کور / شعر / غزل

غزل

د غليم مخ ؤ ته مي بل ډول محكم غواړي اوس


بابا تا توره را پرې ايښي وخت قلم غواړي اوس


له مېړني سلوكه هسي په فرياد سم د بخت


زما سكه ورور هم يوه لوېشت له ځانه كم غواړي اوس


تل د خلوص سكې په جېب كې ساتل نه دي په كار


ساده زړګيه يارانې دښكليو چم غواړي اوس


اعتبار يې وخوړ اوس يې شك زما پر اعتبار شو پيدا


 پخېده هر ګاى رانه ، يار چي په قسم غواړي اوس


پوى شومه عشق هم هنرمله ! پښتو نه قبلوي


د يار باڼه چي مي په هر محفل كي خم غواړي اوس