کور / راپور / په مکه مکرمه کي د افغان حاجيانو لپاره درسونه پېل شوي

په مکه مکرمه کي د افغان حاجيانو لپاره درسونه پېل شوي

حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي
مكه مكرمه دليندي 15مه
 
په مكه مكرمه كي دافغان حاجيانو لپاره په منظمه توګه له افغانستان څخه داستول شويو معلمانو لخوا درسونه پيل شوي دي .










 


دغه حاجيانوته دهغه 241تنه معلمانو لخوا دحج دفريضي داداكولو پرمهال دلاروچارو دښودلو به موخه هرماښام اوهر سهار ددوی داوسيدو به ځايونوكي په منظمه توګه درسونه وركول كيږي .
تيرماښام دمكي مكرمې دحفاير په سيمه كي دشاوخوا 500تنو حاجيانو لپاره دهغه ښوونكيولخوادرسونه وركول كيدل چي په همدې تعمير كي ورته ددرس لپاره دبعثي لخوا گمارل  شوي وو .
 
د17پوړيزه وداني په لومړي برواكي ناستو په سلگونوحاجيانو چي دديني علماو لخوا ورته تبليغ كيده دلومړي پوړ په غولي ناست وو .
 
ناستو كسانوته دمعلمانو لخوا داحرام دتړلو نه نيولې بيا دمينا شريف ته دتلو اوهلته دشپو تيرولو  اوهمداشان دعرفات په لور حركت كول اوهلته دتم  كيدو اوهمدارنگه په مزدلفه كي دشپې تېرول اودجمراتو (شيطانانو ) ويشتل اودقرباني په اړه معلومات وركول .
ددايكندي ولايت اوسيدونكی عبدالله صابري   وويل چي ددوی نهه ورځي كيږي چي له افغانستان څخه راغلي دي اوپه منظمه توگه ورته هرماښام اوسهار درسونه و ركول كيږي .
صابري ويل چي كه څه هم دوی ته يې په افغانستان كي دحج به اړه درسونه و ركړل شوي خوداچي دلته بيا ښه منظم درسونه بيل شوي هره ورځ ورته راځي .
 
نوموړي ويل  چي دلته هره شپه داهل تيشيع لپاره بيل او داهل تسنن لپاره بيل استادان راځي اودرسونه  وركوي  .
غلام حيدر انصاري هم ورته څرگندوني كولې هغه ويل چي دوی ته به منظم ډول دماښام اودسهار له طرفه استادان ورځي او درسونه ورته ويل كيږي  .
 
په مكه مكرمه كي دبعثې كميتي جارواكي وايي چي دحج دفريضې داداكولو په موخه راغلو افغانانوته يې په منظمه توګه په افغانستان كي د وركړل شويو درسونو په تعقيب پيل كړي دي .
 
په مكه مكرمه كي دبعثي كميتي مشر مولوي اسرار الحق   دحفايربه  سيمه كي    دمعلمانو لخوا درس ته ناستو كسانوته په وينا كي وويل  چي دافغانستان دبعثه كميتي لخوا راغلي  استادان اوټول علما دحاجيانو په خدمت كي دي .
 
مولوي اسرار الحق حاجيانوته داهم وويل چي  ارزو يي داده چي    افغان حاجيان  په ښه توګه   حج اداكړي  اوخپلو كورونه  ته ورسيږي .
 
نوموړي له حاجيانو وغوښتل ترڅو په سعودي  عربستان كي   دحج دمناسكو پرمهال دافغانانو دكلتورعنعناتو او اسلامي رويش درناوی وكړي .
هغه وويل : ((تاسو  24100 تنه  حاجي صاحبان  دافغانستان دټولو مسلمان خلكو استازيتوب كوئ اوداسي عمل  ونه كړئ  چي خدای ناخواسته دافغانانو نوم پري بد شي . ))
 
هغه له افغان حاجيانو وغوښتل  ترڅو داسي برخورد له نوروسره وكړي  چي دافغانستان نوم پري اوچت شي  .
مولوي اسرارالحق حاجيانوته ويل چي دوی ژمن دي چي په سعودي عربستان كي دافغانستان  حاجيانو تر  وروستۍ ورځي پوري خدمت وكړي .