کور / شعر / غزل

غزل

ډاكوګان ډېر دي دا د سرو  زرو  دكان وتړه


خلك دي غرق كړو د ظالم لورې گرېوان وتړه


دا پرنګى حسن دي ما نن له ايمانه باسي


روى ته خداى وګوره ته ، دغه شيطان وتړه


كړه په منتر يې د نازونو او نخرو مسخر


دتورو زلفو په ټالونو دي جانان وتړه


په لاس او پښو كې يې ورواچوه ځنځير د مفاد


كافره ! ډېر شو بې غيرته مسلمان وتړه


لاډېر تر شا دى لا منزل ته رسېدلى نه دى


اوس دي لا وار دى كه تړې لار د كاروان وتړه


سترګي خو هسي زما پټي دي خو دومره وكړه


چي شونډي و ګنډه زما ، بل مي زبان وتړه


په ژوند خو نه شي چپ كېدلاى معذوريار لېونى


تراڼ د مرګي د لړزوونكي مست توپان وتړه  

.