کور / تازه خبرونه / دافغانستان تر نيمايي زياته خاوره له خطره ډکه ده

دافغانستان تر نيمايي زياته خاوره له خطره ډکه ده

افغانستان  . رو . 5.12.2007 
برتانوی ورځپاڼه :


دافغانستان تر نيمايي زياته خاوره له خطره ډکه ده .


گازېتا رو دبرتانوی ورځپاڼي تايمزپه حواله خبر ورکوي چې دبهرنيو ځواکونودفعاليتونو لپاره دافغانستان ترنيمايي زياته خاوره له خطره ډکه ده . دملگروملتودسازمان هغه پټه نقشه،کوم چې دبرتانوی «The Times» ورځپاڼي لاسته ورغلې ددې خبري پخلۍکوي . دانوې نقشه دملگروملتودسازمان دهغو کارمندانولپاره اماده شوې ده کوم چي په افغانستان کې کار اوفعاليت کوي . پدې نقشه کښي داپه گوته شوې ده چې دافغانستان په جنوبی ، شرقی اوشمالی سيموکښي شرايط مخ پرخرابېدودی . په نقشه کې داسيمې داسي په گوته شوې دی کوم چې دغوسيموته دملگروملتودسازمان اړوندانوته دتگ مشوره نه ورکول کېږي .


دژباړونکي يادونه :


ديادولو وړده چې ددسمبر پر پنځمه  (( 5.12.2007  )) هم دروسې په دوهم تلويزيونی کانال RTR کې دشپې په خبري سرويس کښې په افغانستان کې دنا امنيولمن پراخيږي ترنامه لاندي په يوه خپاره شوی خبر کښي همدا سيمې چې دملگرو ملتو دسازمان په پټه نقشه کې دخطرناکو سيموپه نامه يادي شوې دي  دوي هم په سره اوپاخه ژړ رنگ چي دخطرناکوسيمواويادروسي ددغه کانال خبرپه وينا دطالبانوتر نفوذ لاندي سيموپه نامه اعلان شوې .