کور / شعر / دشعر مورچل

دشعر مورچل

ََساه نیولئ دې راغلئ یم درشل ته    ما په خپله ځان سپارلئ دئ اجل ته


دوست شینوارې




ستا دحسن په کوڅه کې نسکور پروت یم


خپل مغرور تندئ می ایښئ دې محل ته


بس همدومره درنه غواړمه جانانه


که می وګورئ دژوند سوي منزل ته


لوړو زوړو توپانونو کی را لوي شوم


پټ می بد غوندې کتلي دکور غل ته


لره  بره دیووالي غاړ ه را کړه


دبیلتون اور لګیدلئ دې بورجل ته


رقیبان به نور له دې حری مه تښتي


شملور که غیږ په غیږ شول یواوبل ته


دپښتو ژبه به نوره هم خوږه شي


دورورۍ مینه که بیا راغله کابل ته


داستاد شینواري روح به وي خوشاله


شاعران به یی غزل لیکي غزل ته


  خدمتګار ته یی څو کړي لار ښوونئ


هڅولئ یم هغه دشعر مورچل ته