کور / تازه خبرونه / ماهرین : امریکا د اقتصادی دوږخ پر څنډه ولاړه ده !

ماهرین : امریکا د اقتصادی دوږخ پر څنډه ولاړه ده !

اسوشیټډ پریس د واشنګټن څخه خبر ورکوي چی امریکا د اقتصادی او مالی توپان څپو اخیستې او په یو ډېر بد حالت کی راګیر ده . خبر وایی چی په ۲۰۰۸ کی د امریکا مالی او بودجوی کسر ۴۵۵ بلیونو ډالرو ته ورسېد چی پخوا کله هم دغسی نه و سوی . اقتصادی ماهرین پیش بینی کوی چی په ۲۰۰۹ کی به دغه کسر تر دوه چنده هم زیات سی او یو ټریلیون ډالرو ته به ورسیږی . د دغو کارپوهانو د تحلیل پر اساس ښایی خزانه همدا سږ کال دوه ټریلیونه ډالره نور هم پور کړي . د امریکا ملی قرض همدا اوس څه باندی لس ټریلیونه ډالره دی چی زیات یې د جاپان او چین پر باندی دي . اقتصادی شنونکي وایی چی درو سترو عواملو د امریکا اقتصادی ملا ور ماته کړه چی هغه د بوش لخوا د مالیو کمول ، د عراق او افغانستان لوی پوځی مصارف او ستره پوځی بودجه چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نه لری . شنونکي معتقد دي چی که واشنګټن د بیړني خلاصون معقولی او رغنده هلی ځلی و نه کړي نو ښایې په ۲۰۱۲ کی هغه اقتصادی دوږخ ته ور ولویږی چی همدا اوس یې پر څنډه ولاړ دی .