تېره شپه ديعقوبيو او صبريو په ولسوالۍ کښي چاودنه شوې
داچاودنه چې دسرک دغاړې ديوه ځاى پر ځاى شوي ماين له کبله دملي اردو او ايتلافي ځواکونوپسې رامنځته شوې .ددې چاودنې په هکله دطالباونو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ،چې دې چاودنې دملي اردو او دايتلافي ځواکونو ټوله سپرلي يې له منځه تللې،خو دايتلافي ځواکونو درسنيو مسؤول سيبر رسنيو ته ويلي ،چې پېښه شوې ،خو هېڅ مالي او ځاني زيان يې نه دى اړول .ديادولو وړده ،چې تېره ورځ په همدې ولسوالۍ كې د سړك جوړونې شركت په يوه موټرد ماين چاودنه شوې وه او له امله يې دوه كاركوونكي ټپيان او موټر يې ويجاړ شوى و.