د پوهنې وزارت لوړ مقام ته پيغامونه

34 | نوومبر 26th, 2008


بسم الله الر حمان الرحیم


د پوهنې وزارت لوړ مقام ته


محترم وزیر صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته


محترما!


هیله کوم چې تاسو به روغ او جوړ یاست


پس د سلام نه محترم وزیر صاحب څو ځله ما پخواني وزیر اتمر صاحب ته هم په دې اړه شکایت کړی وو خو خدای خبر چې هغه ځما شکایت واورید او که نه خو دا ځل تاسو ته د شکایت کوم هیله کوم چې په دې اړه جدي اقدامات وکړئ خبره خو دا ده وزیر صاحب د افغانستان نه خو خبر نه یم خو هغه ښوونځي چې په پاکستان کې دي ددې نه زیاتره مدیران د دولسم ټولګي شهادتنامې دلته البته اصلي شهادتنامې په شل زره کلدارو پلوري او دا په داسې کسانو باندې پلوري چې د ښوونځي دروازه یې هم نه وي لیدلي د پیسو دپاره یې سم بازار جوړ کړی په دې کې د پيښور د قونصلګرۍ هم بعضې مامورین لاس لري دلته ورته جعلي سوانح پاڼې جوړوي او افغانستان ته یې ليږي بیا دغو کسانو ته د افغانستان نه شهادتنامې راځي ستاسو محترم حضور ته دا درخواست کوم چې دا بزنس ختم کړئ او که دا وکړئ چې افغان ذده کوونکي خپل دولسم ټولګي د افغانستان په دننه کې ووايي زه خپله هم یو ښوونکی یم او په دې اړه پوره شواهد لرم چې تاسو ته یې وړاندې کړم


ستاسو د کامیابۍ په هیله


افغان






د پوهنې وزیرښاغلي وردګ د پاملرنې وړ  – لمرزئ



د ټول افغان په ملي سایټ کې د ښاغلي حکیم اکدري په یوې لیکنه کې راغلي چې د پکتیا ولایت د دارالمعلمین یو زده کوونکي د بې . بې . سې  د پوښتنو ځوابونو په پروګرام کې د یوې پوښتنې په ترڅ کې  ویلي چې «په داسې حال کې چې د پکتيا د دارالمعلمين ټول زده کوونکي پښتانه دي، ولې موږ ته په پاړسي ژبه  زده کړې کېږي (د زده کړې ژبه مو ولې پښتو ژبه نه ده) ؟»
ښاغلئ حکیم  په خپله لیکنه کې  زیاتوي چې  « د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال وزير صديق پتمن د نوموړي په ځواب کې داسې وويل : تاسې خپلو استادانو ته دا خبره وکړئ (استادان دې ته اړ کړئ) چې تاسې ته په پښتو ژبه درس ووايي  »
که څه هم  ښاغلي حکیم د پوهنې د مرستیال وزیرصدیق پتمن او یا د پوهنې د وزارت د کوم بل  مسول مقام څخه په دې اړه  څرګندونه غوښتې  ، خو زما په اند دا خبره باید د انټرنیټ په جال پاڼه کې د خپرولو سربېره ، په نورو لارو هم  تعقیب شي .
زه به  دغه ستونځه له نورو لارو هم د پوهنې د وزیر تر غوږ ورسوم ، خو دلته د یو څو ټکو یادونه اړینه بولم  :
ــ  د پوهنې وزارت د لومړۍ پوړۍ چارواکي باید په دې پوه شي چې په مورنۍ او ملي ژبه  لوست او زده کړه  د هر افغان حق دئ  او دا حکومت دئ چې د اساسي قانون د دغه حکم په پلي کولو موظف دئ ، نه د ښوونځي زده کوونکي .
ــ  ښاغلئ پتمن د پوهنې مرستیال وزیر ، که د اساسي قانون  پورته غوښتنه نه شي پلئ کولئ او خپله دنده پر یو  سپېڅلي ا وبېواکه زده کوونکي غواړي  ترسره کړي چې پخپله هم پوهیږي چې ناشونې ده ،  بیاخو له خپلې  دندې او مسولیت څخه خبر نه دئ او یا خو  چاړه هسې په لوټه تېره کوي  ، پلمې کوي  او غواړي کار ، ونه کړي بلکې یوازي حکومت وکړي .  نو بیا د پلمو پر ځای  باید استعفا وکړي .
ــ  د پکتیا پشان ولایت کې چې  له پکتیاوالو پرته غر او لوټه يي پښتانه دي  ، دا د ښاغلي وردګ او پتمن پشان پښتنو مسولینو ته د ننګ خبره ده  چې  په دارالمعلمین او یا نورو ښوونځیو کې يي  زده کوونکي په پښتو ملي او مورنۍ ژبه لوست نه وايي .
ــ ښاغلئ وردګ که څه هم نوئ د پوهنې وزیر شوئ ، باید دغه ستونځه ژر حل کړي . حق په حقدار وسپاري  او د پښتو ژبې پر وړاندې  د پوهنې په وزارت کې د میري مور  چلند پای ته ورسوي .
موږ دا غوښتنه په ټینګه او کلکه سره کوو .
ــ په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیلان په څه بوخت دي ، دوی ولې د خپل ولایت د زده کوونکو له حاله خبر نه دي  ، د پکتیا سپينږیري او مشران چیرته دي او دوی ولې پخپلو زامنو رحم نه کوي.
ــ  دا چې زموږ زامن له خپلې ژبې  پردي کیږي ،  موږ د دولت چارواکي ، سپینږیري او مشران ورته رڼې  رڼې ګورو ، ایا پښتونواله دې ته وايي ، ایا په ریښتیا مو د پښتنو شملې پر سر لکې دي ؟ د پښتنو ننګونه او غیرتونه ولې وېده دي ؟ موږ د خپلو اولادونو سره ولې جفا کوو ؟
ــ که دولت زموږ اولادونو ته په مورنۍ ژبه زده کړه نه ورکوي او له پښتو ژبې سره تربورولي کوي ، موږ پښتانه باید خپله ژبه وپالو او د هغې پوښتنه وکړو . 
اودا ډول په سلګونو  پوښتنې موږ پښتنو ته متوجه دي !

Copyright Larawbar 2007-2024