ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې له ولس مشر کرزي سره د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې د پلاوي د لیدو خبر ورکړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د جنګ د پاې معیاد وټاکي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د امنیت شورا د حقیقت موندنې پلاوي ته د ولس مشر کرزي په وینا تبصره کړې او لیکلي دي چې ښاغلي کرزي دې پلاوي ته سپینې خبرې خبرې کړیدي.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې په کندهار کې د انجونو په مخونو د تیزاب شیندلو د پیښې په تړاو لس مشکوک کسان نیول شویدي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې هم د مخ لومړي مخ غټ سرلیک د امنیت شورا له پلاوي سره د ولس مشر کرزي لیدنې ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې د ښاغلي کرزي په حواله  لیکلي دي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د جنګ د پاې مهال وټاکي که نه نو له مخالفینو سره د خبرو حق لري او سعودي عربستان پدې کې مهم رول لوبولې شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا د ولس مشر کرزي او د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ د شویو خبرو په اړه لیکلي دي چې  برطانیې له مخالفینو سره د سولې د خبرو ننګه کړې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې او د هغه حکومت ددې ستونزو په هواري کې پاتې راغلې دې.

په ورځپاڼه کې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د یو استازي په حواله لیکلي دي چې ولس مشر انتخابات سبوتاژوي.

ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې د ملي امنیت موظفینو د کندز د ځان وژونکې حملې پلانوونکي نیولي دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د هیواد د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي د بریا په چانس تبصره کړې خو لیکلي دي که چیرې ولس مشر کرزې له لاسه ورکړو نو څه به مو بایللې وي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یعنې آې ایس آې د سیاسي څانګې په له منځه تلو محتاطانه خوشبیني ښودلې.

په ورځپاڼه کې د امریکا د کانګرس د یو بورډ په حواله لیکل شویدي چې امریکا په افغانستان کې د بمي حملو په وړاندې د ماتیدو په حال کې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم همدغه مسله راغستې او لیکلي دي چې دې بمونو په روان کال کې امریکايې  ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې  ده.

ورخپاڼې د یو بل امریکايې قومندان په حواله لیکلي دي چې هیواد يې د کابل په شاوخوا سیمو کې خپل حضور پیاوړې کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امنیت شورا د حقیقت موندنې د پلاوي په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې دا پلاوې باید حقایق رابرسیره کړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د برطانیې د بهرنیو چارو وزیر سفر څیړلې او له افغانستان سره يې ددغه هیواد په مرستو رڼا اچولې ده.

خو اصلاح بیا د وچکالیو له امله په هیواد کې راولاړو شویو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې باید د خلکو ستونزې هوارې شي.


او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د استرالین په ورخپاڼه کې د ولس مشر کرزي د مرکې دا برخه راغستې چې ویلي د طالبانو له ماتې او په افغانستان له تمرکز وروسته نړیوالې ټولنې تیروتنه کړې.

په ورځپاڼه کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز د مشر په حواله دا هم لیکل شویدي چې د افغانستان اوسنې بحران هر اړخیزې موافقې ته اړتیا لري.

او ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امنیت شورا د پلاوي سفر ته په اشارې ځینې سپارښتنې کړیدي. 

Copyright Larawbar 2007-2024