د حزب اسلامي د مشرانو د شمال وروستۍ وژني وغندلې

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008


دشمالي لسو ولايتونو مشرانو په شمال كي د حزب اسلامي د مشرانو وروستۍ وژني وغندلې

د روان كال د لړم په دريمه نيټه د بلخ ولايت په  بلخ ولسوالۍ كې د قومونو او قبائيلو په چاروكې  سلاكار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد په نوښت يوه ستره غونډه را بلل شوي وه .

په نوموړي غونډه كې څه د پاسه څلور زره كسانو د شمال له لسو( بدخشان، تخار،كندز ، بغلان، پنجشير، پروان ، سمنګان، بلخ ، جوزجان او سرپل ) ولايتونو څخه د حزب اسلامي استازي او قومي مشران راغونډ شوي وو .

د نوموړي غونډي ګډونوالو په خپل ، خپل وار د حزب اسلامي افغانستان د ۱۴ تنو قومندانو وروستۍ وژنه په بلخ ولايت كې په كلكه وغندله او د دوي پاكو ارواحو ته د دعا ترڅنګ يې  د قاتلينو د محاكمي غوښتونكې شول ، همدا رنګه د حزب اسلامي ټولو ګډونوالو په يو غږ له راتلونكو ټولټاكنو څخه ملاتړ اعلان كړ او ټول اولس څخه يې وغوښتل تر څو په راتلونكې ټولټاكنو كې برخه واخلي .

غونډي ته سلاكار وزير او دپكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد وويل : چې  له  تېرو درې نيمو مياشتو راپديخوا دبلخ    په چمتال ، بلخ او چاربولک ولسواليو کې د حزب اسلامي ١٤غړي چې ټول يې دپښتنو مشران اويو شمېر يې د حزب اسلامي  قوماندانان هم و ،  ترور شوي دي  .

ده وويل چې په دې ولايت کې دپښتنو او حزب اسلامي پر وړاندې دسيسې روانې دي او په جوزجان ولايت کې هم دوه ولسوالان چې يو يې وژل شوى  او بل يې ديوه کمين په ترڅ کې ناڅرګندو وسلوالو ټپي کړ پښتانه او دحزب اسلامي غړي وو .

نوموړي د حکومت دغه تور چې ګوندې يادې شوې وژنې د طالبانو لخوا دي ، رد کړې .

همدرد دغه قتلونه دحزب اسلامي دسيالو ډلو کار وباله  او ويې ويل چې که چېرته دغه کسان طالبانو وژلي وى  نو ولې په هغو سيمو کې دطالبانو پر ضد  عمليات ونه شول او   په دې تړاو څوک ونه نيول شول .   


ده وويل چې که طالبانو دا کار کړى وي نو ولې دبل ګوندغړي او ناپښتانه مشران نه وژل کېږي ؟؟

همدرد زياته کړه  : ((نن په موږ دطالبانو تور لګېږي او کله چې ووژل شو ، بيا ويل کېږي چې طالبانو وژلي دي ، موږ نن ځکه دطالب په نوم ټکول کېږو چې دمرکزي دولت  ملاتړ کوو. ))

غونډي ته له پنجشير څخه راغلې استازي ښاغلي جوشانپور وويل : د شمال او په ځانګړي توګه د بلخ ولايت په امنيت كې په سلو كي اويا د حزب اسلامي مجاهدين رول لري

دده په وينا كه حزب اسلامي له حكومت سره همكار نه واي نو د بلخ چارواكو د امن ډغري نشواي وهلۍ.

غونډي ته له لسو ولايتونو څخه يو ، يو تن په استازي توب وينا وكړه او په شمال كې يي وروستۍ مرموزي وژني وغندلي ،

سلاكار وزير او د پكتيا والي په خپلو خبرو كې خلك د راتلونكو ټولټاكو لپاره كارت اخيستنې ته راوبلل او د كارت اخيستنه يې يوه مهمه اړتيا وبلله .

د غونډي په پاي كې يو شپږ ماده يې پريكړه ليك په لاند بڼه صادر شو چي كټ مټ يې لولۍ.

            موږد ننۍ تاريخي غونډې ګډون كوونكي دموجوده حالاتو په رڼاكې          
           خپل پريكړه ليك په لاندې ډول صادروو :



  1. مونږ په داسې حال كې چې د وروستيو مظلومو شهيدانو پاكو ارواحوته د مغفرت دعاكوو، له دولتي چارواكو او په ځانګړې توګه د داخله چارووزارت له مسوولينو نه په كلكه غوښتنه كوو چې د حزب اسلامي افغانستان دوروستيوشهيدانوقاتلين دې ژرترژره ونيسي او دقانون پنجو ته دې وسپاري.


  2. مونږ د چمتال ،چاربولك، بلخ او شولګرې په ولسواليو كې د څوارلس كسو مرموز شهادتونه په شمالي ولاياتو كې د حزب اسلامي افغانستان پرخلاف توطئه ګڼو اوله ټولو امنيتي ځواكونو غوښتنه كوو چي د افغانستان د ملي يووالي او سولې دغه د ښمنان ژر تر ژره رسوا كړي.


  3. مونږ په دي باب د ولايتي چارواكو  چوپتيا په كلكه غندو.


  4. مونږ له مركزي دولت نه هم په كلكه غوښتنه كوو چي د بلخ په ولايت كې د ژبني او قومي تعصب پاروونكو ته قانوني جزا وركړي.


  5. مونږ په يو اتفاق سره پريكړه كوو چي د راتلونكو ټولټاكنو په خاطر بۀ د  نارينه او ښځينه وكارتونه اخلو او په انتخاباتو كي به په ټوليز ډول ګډون كوو.


  6. مونږ پوهيږو چي زمونږ د ګران هيواد بقا او سالميت په ملي يووالي ، سوله او قوي مركزي حكومت كې ده، هيچاته به اجازه ورنه كړو چې زموږ دولسونو سولې او ملي يووالي ته زيان  و رسوې.

Copyright Larawbar 2007-2024