هلمند : نادعلي ولسوالۍ کښي ۵ تنه پوليس وژل سوي
دغه پنځه تنه پوليس نن سهار وختى دنادعلى ولسوالۍ په لوي باغ سيمه كى وژل سوى چارواكى وايي چى دغه پيښه په داسى حال كى رامنځ ته كيږى چى يادسوي پوليس بيده وه .
دهلمندولايت دوالى محمدګلاب منګل مطبعاتى وياند داؤد احمدى وايي چى يادسوى كسان ديوجوړسوى پلان له مخى وژل سوى دى خو دي وايي چى په سيمه كى كومه جګړه نه ده سوى .
اه خوا وسلوال طالبان بياوايي چى پنځه تنه پوليس يي وژلى يو رينجرموټر يي تخريب كړى او اته تنه يي دځانه سره ژوندى بيولى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيژنى ديونامعلوم ځاي څخه دټيلفون په ليكه وويل چى ددوي ملګرونن سهاروختى دلوي باغ په سيمه كى دپوليسو پرامنيتى پوستى بريد ترسره كړى چى دبريد په پايله كى يادسو ى كسان وژل سوى او يادسوى كسان يي دځان سره ژوندى بيولي .
خو حكومتى چارواكى دوسلوالوطالبانودغه خبره نه منى او زياتوى چى دايوجوړسوى پلان وو.
ديادونى وړده چى څه موده وړاندى هم دي ته ورته پيښه دلښكرګاه ښار په نس كى دصافيانو په يوامنيتى پوسته كى رامنځ ته سوى وه چى چارواكودنهوپوليسودوژولوخبره كوله .