قومونو ته د طالبانو پر ضد رشوت ور پیل کیږی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2008


د انګلستان « انډپنډنټ » مشهوري ورځياڼي نن ولیکل چی برتانیه پلان لری چی په هلمند کی قومی مشرانو ته د طالبانو سره د جنګېدو په غرض رشوت ورکړی . دا پلان وروسته له هغه منظور سو چی د برتانیې خارجه وزیر پرون په دې هکله د حامد کرزي سره په کابل کی وکتل . دا هماغه د عراق فارمول دی چی سُونیان یې د القاعده پر ضد استعمال کړل . په نظر کی دي چی دا قومی مشران به د هلمند د والي ګلاب منګل لخوا انتخابیږی او هر یوه ته به د کاله ۸۰۰ سټرلنګ پونډه ورکول کیږی او په هره میاشت کی به یوه غونډه جوړوی چی په هغه کی به د انګریزانو او افغانی امنیتی چارواکو هدایات اخلی او په خپلو سیمو کی به یې پسی عملی کوی . امریکایانو همدا اوس اوس دا کار په ختیځو ولایتونو کی راپیل کړی دی او هلته قومی مشرانو ته د طالبانو پر ضد رشوت ورکوی . په هلمند کی به سږ کال په دوو ولسوالیو کی دا پلان شروع سی او وروسته به په ټول ولایت کی دوام ومومی . حامد کرزي دا پلان منلی او په لندن کی یې د صدراعظم ګورډن براون سره د خپلی وروستۍ کتني پر مهال خپل رضایًت ښودلی و . خو ناقدین وایی چی دا پلان ډیری نیمګړتیاوی لری او ښایی حامد کرزی یې د خپلی انتخاباتی مبارزې د یوې برخی په توګه استعمال کړی . انډپنډنټ په پای کی لیکی چی د طالبانو پر ضد دا د لویدیځ وروستۍ چاره ده .

Copyright Larawbar 2007-2024