د چمن په بای پاس نومې سیمه کښي درنه چاؤدنه وشوه
تېره ورځ په چمن کي د طالبانو یؤ شمېر مشران د خپل بم په تصادوفي چاودنه کي د مرګ سره مخامخ شو.
د چمن په بای پاس نومې سیمه کي د بم يوه درنه چاؤدنه وشوه چي له امله یې مرګ ژوبله واړوله د ځايي خلګو په وينا د نومبر پر ۱۶ مه نېټه ماځیګر مهال دچمن په بای پاس نومې سیمه کي د طالبانو په یؤ سرای کي درنه چاؤدنه وشوه.
ويل کيږي چي طالبانو دلته په دې سرای کي د يوه کس انجينېر په مرسته د ځان مرګي بريدونو سدرۍ يا واسکټونه په بمنو سمبالولې،او له بارودو او نورو سامان الاتو څخه يې ډول ډول زیان اړونکي چاؤدېدونکي مواد جوړول ، په همدې ورځ د طالبانو دغه انجینېر يؤ نوی ډول بم جوړ کړی چي د دې وروسته يې د چاؤدني او ازمويني دپاره افغانستان ته لېږی، خو د دوی څخه په ناپامي کي دغه بم د همدوی د کار په ځای کي وچاؤدېد چی له امله يې د طالبانو لوړ رتبه قومندانانو ته مرګ او ژوبله واړوله ، ويل کيږي چي په دې پېښه کي د طالبانو دغه لوړ رتبه قومندانان له مرګ سره مخامخ شو (مولوي امين الله) د بادغيس ولايت پخوانی والي ، ويل کيږي چي بل د زابل ولایت پخوانی والي وو ، دريم کس همدغه د بمنو جوړولو انجينېر وو ، ويل کيږي چي مولوي امين الله يې په دايه شپه په چمن کي دپينځو کسو په موجودګي کي خاؤرو ته په پټه وسپارۍ ، د ذابل پخوانی والي جسد يې خپلي سيمي زابل ته ولېږی ، او د هغه دريم کس جسد يې پېښور ته ولېږی
د سیمی يؤ تن ژورنالیست وایي چي په همدې شپه پاکستاني څارګري ادارې ټولو خبريالانو او ژورناليسټانو ته خبرداری ورکړی وو چي ګواکي ددې پېښي خبر هیڅ قسم رسنۍ ته ورنکړي
بله لا داچي د مولوي امين لله دمرګ څخه شپږ ورځي وروسته د ده فاتحه اخيستل پېل شو.