کرزی : موږ ټول د طالبانو پر ضد ناکامه یو !

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2008


اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوي چی حامد کرزي په کابل کی د امنیت شورا د هیأت په غونډه کی پرون وویل چی امریکا او لویدیځ په افغانستان کی د ده د حکومت تر څنګ یو بل موازی حکومت جوړ کړی دی . ده وویل چی د تیرو اوو کالو راهیسی ډېر هېوادونه دلته پوځیان لری او زښت ډېر مصارف سوي دي مګر بیا هم د طالبانو غوندی یوه کوچنۍ ډله نه سی ماتولای، هغوی فعال دی ، نور هم ډیریږی او مسلسل حملې راباندی کوی . څېړونکي وایی چی پر حامد کرزي باندی د بې کفایتۍ او د حکومتی کسانو د فساد او نا امنۍ انتقادونه کیږی نو ځکه ده هم د دې ټولو په ځواب کی لویدیځ تر انتقاد لاندی راوست . کرزي پر بهرنیو پوځیانو ږغ وکړ چی د وتلو نېټه دې معلومه کړی که نه موږ به بله چاره انتخاب کړو او هغه به د سولی لپاره خبری اتری وی . ده انتقاد وکړ چی پی آر ټی د ولایتی حکومتونو کارونه ورخرابوی او همدا پی آر ټی زموږ د حکومت سره د یو بل موازی حکومت رول لوبوی . ده خصوصی امنیتی کمپنیانی هم د خپلو امنیتی شبکو سره موازی ځواکونه وبلل . ناټو وایی چی څلوېښت زره خصوصی امنیتی کسان په افغانستان کی فعالیت کوی . کرزي د خپلو انتقادونو په ادامه وویل چی بهرنیو پوځیانو د دې پر ځای چی په پاکستان کی د طالبانو او تروریسټانو ځالی له منځه وړی وای برعکس د افغانستان په کلیو کی یې عملیات کول چی دلته تروریستان موجود نه ول نو ځکه د ۲۰۰۴ راهیسی امنیت نور هم پسی خراب سو . ده وویل چی د ملکی افغانانو تلفات باید پای ته ورسول سی . ده زیاته کړه چی د بلیونونو ډالرو د مصرفولو سره سره افغانانو د ۲۰۰۱ راهیسی کومه ارامي نه ده لیدلې او په دې کی لویدیځ هم مسؤل دی .

Copyright Larawbar 2007-2024