کور / نثر / تشخیص او معالجه

تشخیص او معالجه

زه پـوره یقـین  لــرم  که چـیری د وطــن د ابادی  له پاره ؛ اجتماعی امراض  پــه « عالمانه ، منطقی ، صداقت او ایمانداری » ظوابطو په  اساس ، د کار پوه او متخصوصو له خوا « تشخیص » شی ، او بیا د معالجی د پاره یی هر «  درد او مرض » ته لازمه نسخه او مشخصه ادویه  ورکړی  شی ،  نو په  ‌ډ یرکم وقت  کی به دا امراض علاج ؛ او د سعادت او نیکبختی ، موجب به وګرځی  .

او که چیری دا امراض ، دقیق تشخیص نشی او  په عــلاج کښی مختلفی ستونزی او بهانی  قلمداد شی ؛ نو بیا ورڅخه مزمن مرض جوړیږی، چه په داسی حالت کښی ټولـوته سرایت کوی او د تباهی او  هلاکت شرایط برابروی .

نو په  داسی  شرایطو  کښی د ټولو علماو ، پوهانو او د وطن  صالحی بچیانو؛ ایمانی  او وجدانی وجیبه  ده ، تر څو د « تشخیص اومعالجه » په وسیله  ، د راتلونکو  مزمن خطراتو ،  مخه ونیسی .  

دعلامه محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه

د ۱۳۵۰ کال  ــ  کابل ـ  افغانستان