د هند د وسلوالی نښتی تلفات تر ۸۰ واوښتل
رویټر او بی بی سی په خپل تازه خبر کی وایی چی د بمبی په ښار کی ټوله شپه د وسلوالو حمله کونکو او پولیسو تر منځ جګړه روانه وه چی په نتیجه کی تر اتیا زیات کسان وژل سوي او ۱۰۰۰ نور هم زخمیان دي . حمله کونکو چی تر غاښو وسلوال دي ټوله شپه مقاومت وکړ . اوس هغوی په دوو عصری هوټلونو او یو روغتون کی خلک یرغمل کړي دي او د مقابلې لپاره د بمبی د څلویښت زره پولیسو څخه علاوه پوځی کوماندوګان او د ډیلی څخه قوای ضربه هم راغوښتل سوي دي . د تاج هوټل په اتلسم منزل کی چاودني هم سوی او د هوټل څه برخه ورانه سوې ده . په یرغمل سوو کسانو کی خارجیان هم شامل دي . تر اوسه دا معلومه نه ده چی حمله کونکي څوک دي او څه غواړی . خو ټلویزیونی شبکو ته په یو ایمیل کی د دې حملې مسؤلیت د « دکن مجاهدینو » منلی دی خو هیڅوک هم دا ډله نه پیژنی . په وژل سوو کسانو کی د بمبی د پولیسو څو لوی افسران هم شامل دي لکه د تروریزم سره د مقابلې لوی قوماندان او نور افسران . پولیسو دوه حمله کونکي هغه وخت ووژل چی د پولیسو موټر یې واخیست او تښتېدل . د مهاراشټرا د ایالت په څو ښارونو کی د بنسټ پالو هندوانو لخوا پر مسلمانانو حملې سوي او په ټول ایالت کی اضطراری حالت اعلان سوی او په حساسو سیمو کی پر تګ راتګ بندیز لګيدلی دی .