کور / تازه خبرونه / کاناډا نور پوځیان او طیارې هم رالیږی

کاناډا نور پوځیان او طیارې هم رالیږی

رویټر د اوټاوا څخه خبر ورکوی چی کاناډا نور ۲۵۰ پوځیان په دې خاطر افغانستان ته لیږی چی د نوو هلیکوپترونو او بې پیلوټه طیارو په فعالیتونو کی وګومارل سی . د دفاع وزیر پیټر مک کې وویل چی کاناډا به اته هلیکوپترونه او څو بې پیلوټه تجسسی او اکتشافی طیارې په نوي کال کی افغانستان ته ولیږی . کاناډا اوس هلته ۲۵۰۰ پوځیان لری چی د هغوی شمېر به ۲۷۵۰ ته ورسیږی . ده وویل چی موږ پر خپله خبره ولاړ یو یعنی دا چی په ۲۰۱۱ کی به د افغانستان څخه راوزو .