القاعده پخپله امريکا جوړه کړېده

د لراوبر اداره | نوومبر 27th, 2008


د کيوبا پخوانی مشر فيډل کاسټرو وايي چي د واشنګټن دولت د امريکا د خلکو په مينځ کي د القاعدې او نورو ټروريسټي ډلو څخه د بيري او وحشت روحيه خپروي تر څو پر نړۍ باندي خپله سلطه توجيه کاندي .


د آسوشيېټدپرس خبري آژانس خبر ورکوي چي د کيوبا پخوانی مشر په خپله هغه مقاله کي چي د دې هيواد په دولتي سايټ کي   خپره شوېده ليکلي دي : القاعده پخپله د امريکا د امپراطوری په دننه کي رشد کړی دی .


د کاسټرو په مقاله کي راغلي دي چي : دغه تروريستي ډله ( القاعده) د يوه خيالي او  فرضي دښمن نمونه ده چي د نړۍ برتره قدرت غواړي هغه په هر ځای کي چي لازمه  وګڼي هماغلته يې ايله کړي څو د هغې سيمي د تسلط دپاره خپلي طرحي  ورباندي عملي کړي .


مقاله زياتوي چي امريکا د القاعدې د ډلي څخه ان د دسپټامبر د يولسمي د حملو نه  لا ډېر پخوا د خپلو استعماري طرحو د اجرا دپاره کار اخيستی دی  .


کاسترو مخکي هم  د امريکا دولت په دې تورن کړی وو  چي غواړي د خپلو خلکو ذهنيتونه  د سپټامبر د  يوولسمي حملو څخه  منحرف کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024