کور / تازه خبرونه / پژواك خبري اژانس د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه وګټله

پژواك خبري اژانس د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه وګټله

د هېواد تر ټولو وتلي خبري اژانس ( پژواك خبري اژانس ) د رسنيو د ازادۍ نړيواله جايزه تېره ورځ د امريكا په متحده ايالاتو كې له ژورنالستانو څخه د دفاع له څخه كمېټې تر لاسه كړه .


د ياد شوي خبري اژانس رئيس ښاغلي دانش كړوخېل او د دغه اژانس مسولې مدېرې فريده نېكزاد ته دغه جايز  پرون د نيويارك په منهاټن ښار كې په يوه غونډه كې له ژورنالستانو څخه د دفاع د كمېټۍ ( C P J  )  له خوا وركړل شوه .


تېره ورځ  د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالكريم خرم هم  پژواك خبري اژانس ته ددغې جايزې  په ګټلو مباركې وركړه . او وويې ويل چې :


د پژواك خبري اژانس له خوا ددغې جايزې ګټل د ټول افغان  ولس د پاره وياړ دى .


د خرم په خبر ه  پژواک خبري اژانس واقعاً د ژورناليزم په اصولو ولاړ اژانس دى.


ياد شوي  خبري اژانس له دې نه وړاندې هم دوې نړيوالې جايزې ګټلې وې .


لومړۍ جايزه د بيان د ازادۍ لپاره دکاناډايي ژورنالستانو دټولنې د ٢٠٠٧ زېږديز کال د رسنيو د ازادۍ  نړيواله جايزه  (IPFA)  وه ، چې تېرکال د لړم په مياشت کې دغه اژانس ته په کاناډا کې ورکړل شوه .


 دويمه جايزه د عکسونو په برخه کې وه، چې په ياده شوې مياشت کې د اسپانيا په اسټوپونيا ښار کې  ورکړل شوه .


پژواک خبري اژانس د هېواد يو تر ټولو وتلى خبري اژانس دي چې په هېواد كې دننه او له هېواده  بهر د خبريالانو د يوې پراخې شبكې  په درلودلو سره ، په پښتو ، درې او انګليسي  ژبو باندې خبرونه ، فيچرونه او تحليلي ګزارشونه خپروي .