کور / تازه خبرونه / هند: دکابینې بیړنۍ غونډه وه شوه

هند: دکابینې بیړنۍ غونډه وه شوه

 دهندلمړئ وزیرمن موهن سنګ  دبمبئ دپیښې په باب د خپلي کابینی بیړنۍ غونډه وکړه، رپوټونه وایې چې نوموړی له هغه وروسته  بمبی ته رسیدلي تر څودبرمته شویو کسانو دبرخلیک لپاره اړین اقدامات وکړی ،تازه خبر دادې چې برمته کونکی  ۹تنه واو تیره شپه ناوخته د دیوې وړی بیړی له لاری بمبی ښار ته ورغلی دی ، تر اوسه دمړو شمیر ۱۰۲ تنو او دژوبل شوی کسان تر ۳۰۰ پوری رسیدلی ، په وژل شویو کسانو کې ۱۲ تنه پولیس هم شته چې یو  هغه یې په بمبئ کې دترهګرۍ په وړاندی دمبارزي مشر دی