کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستاني سیاست کې بیا سړه جګړه

پاکستاني سیاست کې بیا سړه جګړه


د پاکستان په سیاسي تاریخ کې چې کله هم کوم سیاسي ګوند په واک کې راغلی دی نو د اسټبلشمنټ سره یې خامخا تودې سړې راغلي دي.په تېره بیا دا تودې سړې د پیپلز پارټۍ سره دومره زیاتې راغلې دي چې ساری نه لري .په پاکستان کې تر اوسه درې ځله  واک ته رسیدلی پیپلز ګوند دا ځل د سید یوسف رضا ګیلاني په شکل کې څلورم ځل واکمن شول.
ددې ګوند لمړنۍ واکمني هغه وخت نسکوره شوه کله چې د هغه وخت د وسله والو فوځونو مشر جنرال ضیاالحق ددغه ګوند باني مشر او لومړی وزیر له دندې ګوښه کړو او بیا یې په دار راوځړاوه . پیپلزپارټۍ په دویم ځل د بې نظیر بټو د صدراعظمۍ په شکل کې واکمني تر لاسه کړه ،دا ځل بې نظیر بټو د هغه وخت د ولسمشر غلام اسحاق خان سره په سړه جګړه اخته شوه او فایله یې دا شوه چې اسحاق خان د هغه وخت د فوځي مشر په بدرګه د ټاکلې وزیرې اعظمې بستره ګول کړه.


دریم ځل بیا پیپلز پارټۍ ټاکنې وګټلې او مېرمن بټو د لمړۍ وزیر چوکۍ سمبال کړه چې ورسره د پیپلز ګوند یو غړي فاروق احمدخان لغاري ولسمشر شو خو بې نظیر بټو یو ځل بیا د ولسمشر سره د سړې جګړې وروسته د ۲/۵۸  بي    ښکار شوه او ورپسې د نواز شریف په دوره کې د هیواد څخه په جلاوطنۍ مجبور کړې شوه.
د اته کاله جلا وطنۍ وروسته بې نظیر بټو بېرته وطن ته ستنه شوه او نښې نښانې همداسې وې چې دا ځل بیا وار د پيپلز ګوند د حکومت دی، همدغسې وشوه ،ټاکنې پیپلز ګوند وګټلې خو د ډېر وقربانو او سرونو د زیان وروسته ..چې په دغو قربانیانو کې یوه د یاد شوي ګوند مشره مېرمن بټو هم وه  .
نهه لس میاشتې کیږي چې پیپلز ګوند واکمني ترلاسه کړې ده خو بیا هم د تېر په څېرد اسټبلشمنټ او سیاسي حکومت ترمنځ سړه جګړه شورو شوه مخکې چې به سړه جګړه وه نو مطبوعاتو ته ددوې سړې جګړې پته هله لګیدله چې کله به حکومت نسکور کړې شو او بیا به کوم نصرالله بابر وویل چې زمونږ د حکومت د نسکوریدو وجه دانه وه  ……. دا وه ……..نصرالله بابر دواړه ځل د خپل حکومت د نسکورید لامل ګاونډي افغانستان ښودلې وو
داځل د ګیلاني حکومت او اسټبلشمنټ ترمنځ د سړې جګړې لامل بیا هم افغانستان یا د افغانستان حالات دي او هغه داسې چې سیاسي حکومت په یوه لاره روان دی او اصلي قوت په بله لاره یون کوي
تېره ورځ دغه سړه جګړه هغه وخت توده شوه کله چې په کراچۍ  کې د ایډیاز ۲۰۰۸ په نامه دفاعي نندارتون کې خبریالانو ته د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر ښاغلي محمود احمد وویل چې پاکستاني فوځونه د امریکا د ډرون الوتکو او مېزایل حملو مخه نېولی شي او دوي یوازې د حکومت امر ته منتظر دي
ددې برعکس بل لور ته د دفاع وزیر او د پیپلز ګوند راهنما احمد مختار په دې ویلو نه ستړې کیږي چې پاکستان د امریکې سره جنګ کولی شي اونه داسې ټکنالوژي لري چې د ډروون  جاسوي کونکې الوتکې پرې راوغورزوي او یا هم پرې د مېزایل حملو مخه ونیسي .لمړي وزیر ګیلاني هم دغې ته ورته خبره څو څو ځل بین السطور کړې ده .
خو په دې ساړه جنګ کې د میډیا رول هم د هېرولو نه دی او د هیواد مطبوعات یوه لویه برخه دسیاسي حکومت بیانیو له داسې رنګ ورکوي لکه حکومت چې د طاقت سره سره بیا هم بزدله وي او هم د واکنۍ په چل نه پوهیږي .د پیپلز ګوند د تېر وخت واکمنۍ د نسکوریدو تاریخ ته که سړی زیرشي نو په دې خبره به یې زر سر خلاص شي چې یو ځل بیا د شرمخ او بیزې کیسه شورو ده.
د اوسني حکومت د راپرزول له دریو لاریو څخه ممکن دي  لومړنۍ لار یې داده چې پارلیمنټ کې لمړي وزیر ګیلاني خلاف د عدم اعتماد بریالی تحریک وچلول شي . دویم دا چې ولسمشر د۲/ ۵۸  بي   په تبر خپلې پښې ووهي او خپل حکومت پخپله نسکور کړي او دریم دا چې فوځ نیغ په نېغه د فوځي کودتا په ترڅ کې حکومت لېرې کړي .
د لومړي او دویم صورت کې حکومت ته هیڅ خطره نشته البته که دریم اپشن وکارول شي نو دا به پخپله پاکستان او هم د سېمې په هیوادونو څرنګ اغېز ولري دا یو ه داسې پوښتنه ده چې ځواب یې اسان خو ډېر ویرونکی شالید درلودونکی کیدی شي .