کور / تازه خبرونه / ممبۍ په هوټلونو د برید کونکو ځالې د هیواده بهر دي:من موهن سنګ

ممبۍ په هوټلونو د برید کونکو ځالې د هیواده بهر دي:من موهن سنګ


د هند صدراعظم ډاکټرمنموهن سنګ ویلي دي چې د هیواد په ستر سوداګریز ښار کې د بمي چادونو مقصد وېره او ترهه خورول دي. لومړي وزیر اولس ته د وېنا په مهال وویل چې د ممبۍ حملې د یوې منصوبه بندۍ د لاندې ترسره شوي دي او دا هغه چا کړي دي چې ځالې یې غالبا بهرنیو هیوادونو کې کیدی شي. هغه زیاته کړه چې نن مونږ خپلو ګانډیانو ته دا ویل غواړو چې که د هغوۍ خاوره زمونږ خلاف د بریدونو لپاره کارول کیږي نو مونږ نور زغم نه لرو او که هغوۍ په دې لړ کې بشپړ اقدامونه ونه کړل نو د زیان  ذمه واري به د هغوۍ په غاړه وي