طالبانایزیشن او د پاکستان رسنۍ
په لوی افغانستان کي چي سامراج کمیونیزم ته د ماتي ورکولو لپاره د انتهاپسندۍ خورولوکومه حکمتِ عملي خپله کړه او ددې موخې د ترسره کولو لپاره چي یې پاکستان په کومه توګه استعمال کړ، د هغې د اغېزو نه تر اوسه پوري ټولنه راوتې نه ده. اوس دې انتهاپسندۍ د یو داسي رجحان بڼه خپله کړې ده چي د ټول انسانیت لپاره جان لېوا ده. دهم دې انتهاپسندۍ د خېټي نه هیروین او کلاشنکوف کلتور او ځانمرګي بریدونه راوزېږېدل. انساني او ټولنیز ارزښتونه د یوې غمیزي سره مخامخ دي. د اسلامي اخلاقیاتو علمبردارانو د زنانو، ماشومانو او سپین ږیرو خلاف هم د سپکاوي هر ډول رویه روا وګڼله.
د افغانستان د جنګ لوخړې تر لرې لرې پوري رسېدلي دي. ولي خان څومره رښتیا ویلي وو چي د افغانستان د ورانولو لپاره چي کوم کلاشنکوف برداره جنګیالي هلته لېږل کېږي،هم دا به اخر اسلام اباد او لاهور په نښه کوي. زه نه پوهېزم چي اوس به د پاکستان پرښتې د مېریټ هوټل چاؤدني ته په کوم نظر ګوري؟ پاکستان اوس د خپلو تخلیق کړو عناصرو سره په پټ پټوني کي بوخت دی. نړۍ شکایت لري چي پاکستان یو خوا مذهبي اورپکي او جنګسالاران پالي او د ترهګرو لپاره د محفوظ جنت رول لوبوي او بل خوا د ترهګرۍ خلاف جنګ په نامه له امریکې نه ډالري ټولوي. د هم دې دوه مخۍ پایله اوس پر قبایلي سیمو د امریکې د حملو په شکل کي مخې ته راغلې ده. پاکستان یو ځل بیا د شدیدو مذهبي جذباتو په ولقه کي دی او متشدد مذهبي ګوندونه دا جذبات د خپلو سیاسي ګټو لپاره په کار راوړل غواړي او لګیا دي دې ته د نوري هوا ورکولو هڅه کوي. دا ټوله ډرامه د لوي افغانستان د ورانولو د کرلي فصل رېبل دي. سایل وايي :
چا پرې بلوسه ونه کړه او چا پکي سر ونه خوړ
څومره بې وسي ده څومره زور دی په دې خاوره کي
د ناین الیون نه پس افغانستان اړخ بدل کړو او طالبان په قبایلي سیمو او پښتونخوا کي منظم کړل شول. اوس هغه هلته مکتبونه او روغتونونه په بمونو الوځوي، فنکارانو او سندرغاړو ته د مرګ ګواښونه کوي (هم دا اوس څه موده وړاندي د پښتو نومیالي سندرغاړي هارون باچا د طالبانو د ګواښونو له کبله په امریکه کي پناه واخیسته)، خلک ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو ورکولو نه منعي کوي او بهرني ډپلوماټان او سفارتکاران اغوا کوي. خو بیا هم د هغوي لپاره دپاکستان د پرنټ او الیکټرانک مېډیا زړه له نرمۍ او همدردۍ نه ډک دی او په ډېرو حوالو طالبان د نړۍ په مخ کي د اتلانو په توګه پېش کوي.
په پښتونخوا صوبه کي نن د یو سېکولر غورځنګ عوامي نېشنل ګوند حکومت دی او هغه د ترهګرۍ، امن او سیاسي چارو په حقله یو څرګند او مستقل موقف لري. خو طالبان د هغه به غبرګون کي هلته د یو متوازي حکومت جوړولو په هڅه بوخت دي. د طالبانو له خوا د اې این پي ټول قیادت ته دهمکۍ ورکول کېږي. د پښتنو پر قامي مشر اسفندیار ولي خان ځانمرګی برید وشو او خان لالا (محمد افضل خان) او نورو مشرانو ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتو.
په دې تناظر کي که چرته د پاکستان د رسنیو رول ته وکتل شي، نو د طالبانایزېشن په خورولو کي ددې رسنیو ډېر لوی لاس دی. کوم مذهبي منافرت او انتهاپسندي چي د مولانا فضل الله وغیره د ایف ایم چېنلونو له لاري په سوات، باجوړ او وزیرستان کي خورېږي، د پاکستان د اکثرو ورځپاڼو او ټي وي چېنلانو رول د هغوي نه په څو چنده زیات دی. طالبانایزېشن د یو رجحان په توګه معارفي کول تر ټولو لویه تېروتنه او دسیسه ده او د پاکستان رسنۍ په پرله پسې توګه دا کار کوي. د پاکستان پر رسنیو له اوله سره د ښي لاسو واکمني ده. د پاکستان جماعتي او جهادي مبصران د اکثرو سیاسي مسایلو په حقله مذهبي منافرت او ړوند جذباتیت انتهاء ته رسوي. که د کارټونانو ګستاخي وي، که سور جومات وي، که د لوی افغانستان دېرش کلنه غمیزه وي او که د قبایلي سیمو او پښتونخوا دوزخي صورتحال وي نو دا مبصرین د جذباتیت او تشدد پارولو په عمل بوخت وي. فتواګاني ورکوي، خلک واجب القتل ګڼي او د نظریاتو خلاف بدګمانۍ پېدا کوي. د پاکستان رسنۍ هډو پر وجوهاتو او عواملو خبره نه شي کولی او له زمکنیو حقایقو سره هیڅ سروکار نه لري. دا یوازې په تاویل ګړنه، دلیل دښمنۍ او پر کیڼ لاسو سیاستوالو باندي په ګند غورځولو کي مهارت لري.
رښتیا خبره داده، چي پاکستان اوس هم د جابر او جلاد ضیاءالحق پر لار په ثابت قدمۍ سره روان دی. کمیونیزم ته د ماتې ورکولو لپاره چي د مدرسو کوم جال وغوړېدو او ددې لپاره چي د ټولي نړۍ نه کوم اورپکي راغونډ کړل شول، دهغوي په فعالیتونو کي اوس ورځ په ورځ پراخوالی راتلونکی دی. د عوامي نېشنل ګوند دا موقف پر حقایقو ولاړ دی، چي دا اورپکي به اوس یوازې تر پښتونخوا او قبایلي سیمو پوري محدود نه وي. دا جنګ به خورېږي او ټوله سیمه به په خپله ولقه کي اخلي.
جنګ په جونګړو دی جونګړي به لوخړي وکړي
جګو ماڼو ته به تر څو شغلې د جنګ نه رسي
د پاکستان رسنۍ یو خوا طالبان د اتلانو په توګه وړاندي کوي او بل خوا وایي چي طالبان پښتانه او پښتانه طالبان دي. له دې نه د دوی پښتون دښمني ډېره ښه څرګندېږي او په نړۍ کي د پښتنو غلط امیج هم له دې کبله دی.
د افغان جهاد په حقله چي د پاکستان په مطبوعاتو کي د پروپاګنډ په توګه کومه د انتهایي درجې بې شرمي وشوه هغه سلسله اوس هم روانه ده. د پاکستان د حکمراني طبقې د سنجیده ورځپاڼو جنګ، ډان او دي نیوز نه واخلې تر ضربِ مومن وغیره پوري ټول د طالبانو د مثالي حکومت پر ختمېدو په تواتر سره اوښکي بهوي. هر یوه له ځان سره د حالاتو ماهر خودساخته دانشوران کښېنولي دي. ددغو ټولټال دانشوري د طالبانو پر قصیده ګویۍ ختمه ده. جناب حامدمیر وایي چي په افغاستان کي د طالبانو حکومت مثالي امن (د هدیرو په شان امن) تامین کړی وو چي له هغه نه زیات شمېر غیر مسلم هم اغېزمن شول او اسلام ته مایل شول. د رحیم الله یوسفزي په نزد د طالبانو غورځنګ یو سوچه مذهبي غورځنګ وو ، چي په مذهبي مدرسو کي راپېدا شوی وو او په سوچه مذهبي جذبه مخ په وړاندي تللی وو. دهغه په اند په طالب غورځنګ کي د آي ایس آي او سي آي اې د کردار خبري چي څوک کوي هغه له حالاتو او حقایقو ناخبر دي.
د پاکستان د هم د رویو پایله اوس د امریکې د حملو په شکل مخې ته راغلې ده او پاکستان به اوس خپل وار تېروي.
مرګ به یې په مار وي چي په مارو باندي بلوسي
پای