کور / شعر / دلراو برپښتنو

دلراو برپښتنو

پښتون ارمان ته  لرو بر پښتنو
لاسونه  ورکړئ  د خيبر پښتنو


دسولې غږ ته يو اواز شئ سره
اې  د اټک او دسپين  غر پښتنو


سوله ارام سوله جهان دی زمونږ
شئ د جنګونه لاس په سر پښتنو


دښمن نن تاسوکې لښکرجوړوي
خان  غفارخان  د هو ډ نظر پښتنو


دغيرت  ناوې  ته جانان  راولئ
دسولې غږ شئ د زړه سرپښتنو


سوله  ارمان  دغفارخان  وګڼئ
جرګه جرګه شئ شمله ورپښتنو


سوله سندره کړئ دمينې په نوم
ميدان  ته ګډ شئ  څڼور پښتانه


دازادي په نوم اواز پورته کړئ
يو زيرۍ  راوړئ  د اخترپښتنو


لاسونه ورکړئ دوحدت  اوتړون
ملي  ارمان  ته  په  هنر  پښتنو


مور په زانګو کې درته  دا ويلې
غليم ته پری نږدي سنګر پښتنو


چې مونږ ژوندي يو تاريخونه لرو
دډهلې تخت نه سر لښکر پښتنو


پام چې ايمان په پيسوخرڅه نکړئ
خپل  تاريخو!  نه شئ خبر پښتنو


ژوندې تاريخ  ژوندي قومونه لري
ژوندې  قوت  مو هر  ټبر پښتنو


سره  شئ  ټول ملي وحدت را ولئ
حفيظ ارمان نه شئ خبر پښتنو