د وحشت بیړۍ چپه شوه !

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 27th, 2008


داسلامي امت پرسترپيغمبرحضرت محمد(صلی الله عليه وسلم) په نازل شوي کتاب کي دکائناتوخالق فرمايي :
وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ
دامريکالپاره هم يوووخت وو. الله  دې فرعون ته هم دخپل غرور،تکبر،ظلم اووحشت دڅرګندولووخت ورکړ ځکه که الله (جل جلاله) له دې پرته چي اصليت يې خلکوته څرګندکړي امريکاله منځه وړې وای نوځينوکم عقله خلکو به دافکرکړی ووچي الله (جل جلاله) پرامريکاظلم وکړ. العياذ بالله ځکه امريکاکوم تېری نه ووکړی چي دهغه په بدله کي الله (جل جلاله) امريکادومره خواره اوذلیله کړه په داسي حال کي چي خدای جل جلاله ورباندي پوهېده چي امريکاپه راتلونکي کي کومې ناوړه ارادې لري،نوځکه الله جل جلاله ددې زمانې فرعون ته وخت ورکړچي دخپلوظالمانه اووحشيانه کړنوداستان په تاريخ کي پرېږدي . له نن نه څوکاله وړاندي د امريکانوم دنړيوالولپاره دويري نښه اودخطردويم نوم جوړشوی وونړيوالوپه ځانګړې توګه مسلمانانوکه څه هم دامريکاله له نامه څخه کرکه درلودله خوبيايې هم دامريکانوم دژبې پرسرپه ډېره ښه توګه ياداوه په داسي حال کي چي دزړه له کومې يې ورسره کرکه اونفرت درلودمګردمجبورۍ له کبله په دې چپه اتڼ کي ورسره ګډشوی وو اوپرنړۍ يې دامريکاپه مشرۍ چپه غوبل جوړکړی وو. ناڅاپه امريکاخپله منحوسه څېره دافغانستان لورته را واړوله خپلې له تکبره ډکې سترګې يې دافغانستان پراولس رابرګې کړې،دخپل وحشت اوبربريت دڅرګندولو لپاره يې چي کوم وسائل جوړکړي ووهغه يې ورباندي وازمويل اوخپلې ناوړه منګولې یې بالاخره دافغانستان پر سپېڅلې ځمکه ښخې کړې . دظلم يوداسي دوران يې دافغانستان پراولس راووست چي دتاریخ يونه هېرېدونکی باب وګرزېدداسي ظلمونه يې وکړل چي انساني غوږونه يې له اورېدلوڅخه عاجزدي . په دې وخت کي چي افغانستان دامريکا تر قهرېدلي قدم لاندي تل کېده امريکاپه دې وخت کي سردقهريدلي مارپه څېراوچت نيولی وو،سترګې يې دغرمې دتږي مارپه څېربرګې برګې کولې هرچايې له قهرڅخه پناه غوښتله .
بالاخره دقهرنښه دعراق مظلوم ولس وګرزېداوهلته يې دوحشت اوبربريت يوبل باب پرانیست،دعراق ترجګړې وروسته امريکاديوبل ښکاره په لټه کي وه چي نوره نودالله (جل جلاله) دصبراوزغم کاسه په ډکېدلوشوه دوخت د فرعون اونمرودپه مقابل کي يې دموسی اوابراهيم غوندي عاجزانسانان پيداکړل . الله (جل جلاله) چي دچادورکولو اراده وکړي نوپه هره طريقه چي وغواړي ورکولای يې شي نوځکه دابراهيم اوموسی تاريخ ژوندی کوونکوانسانانو دامريکاپه مقابل کي وسله اوچته کړه . په لومړي سرکي امريکاخپل مقابل کمزوری وګاڼه اوورته يې چندان اهميت ورنه کړخوپه وروسته کي دې کسانودامريکاځواک ته سخت ګوزارورکړبیاهم امريکاهڅه کوله چي خپله وارخطايي پټه کړي اوپرخپله ويره راقابوشي خوجبارذات يې نورظلم زغملای نه شونړيوالوته يې څرګنده کړه چي دامريکااصليت څه دی؟ په کومه توګه پرنړيوالوتيری اوظلم کوي نوهمدې عاجزاوکمزوري مخلوق ته الله جل جلا له ځواک ورکړ. په افغانستان اوعراق کي جګړې زورواخيست دامريکاويره ورو ورو نړيوالوته څرګندېدله هغوئ پوهېدل چي امريکاپه ډېربددام کي نښتې ده له دې دام څخه وتل خوبه اول شوني نه وي که بياهم ووزي نوتکبربه يې هرومروسخت ټبرېدلی ګذارخوړلی وي چي بيابه پردنیادخپل ظالمانه تسلط دټينګولوځواک نه لري لکه همدا اوس اوس چي یې موږاوتاسوپه همدي حالت کي وينو. ددوورپولپاره هم ديوسائل غوندي لاس غزوي څه وخت وړاندي نړيوالومطبوعاتوپه ډاګه کړه چي امريکاله سعودي عرب اوچين څخه زياتي پيسې په پوراخيستې دي له دې هيوادونوڅخه دامريکاقرضه په ډاګه کوي چي دامريکااقتصادي حالت څومره داندېښنې وړګرزېدلی دی که په افغانستان اوعراق کي داسلام زمريانومقاومت همداسي ادامه ومومي نوډېرژربه امريکادخپل اقتصادي کړکېچ له کبله ماتي وخوري چي دابه يې دتکبراخيري انجام وي اونړيوال به یې دظلم بربريت وحشت، جبر او زور څخه نجات ومومي اودتل لپاره به یې دوحشت روان بیړۍ دنابودۍ په سیندکي لاهوشي . ان شاء الله!

Copyright Larawbar 2007-2024