د هند یرغملیزه ماجرا لا دوام لری
د رویټر او بی بی سی د تازه خبر له مخی د هند په ممبیً کی د وسلوالو حمله کونکو لخوا د یرغملو ماجرا پسله دېرشو ساعتونو څخه اوس هم رفع نه بلکی دوام لری . په تاج او آبیروی هوټلونو کی حالت هماغسی دی ، که څه هم امنیتی ځواک وایی چی تاج هوټل تصفیه سو او حمله کونکي ووژل سول خو راپورونه وایی چی له هغه ځایه اوس هم د اور لمبې راوزی . حمله کونکو په نریمان اېریا کی یو یهودی مرکز هم نیولی او هلته لومړی د پولیسو په موټر کی د کومک په نوم ورننوتل خو وروسته یی ټول کسان یرغمل کړل حال دا چی د رابی زوی او د هغو هندي مستخدمین یې ایله کړل . تر اوسه په دې اړدوړ کی ۱۲۵ کسان وژل سوي چی ۹ نفره یې خارجیان او ۱۴ امنیتی کسان دي ( چی درې یې لوی افسران دي ) . کوماندوګان وایی چی ۵ حمله کونکي یې وژلي او ۹ نور یې هم نیولي دي .په بحر کی سمندری ځواک په هغه کښتۍ پسی ګرزی چی وایی دغه حمله کونکي یې دلته رارسولي وو . سمندری ځواک ادعا کوی چی دوی دوې پاکستانۍ تجارتی کښتیاني نیولي دي او تحقیق تر روان دی خو پاکستان خپله لاس لرنه په کلکه رد کړې ده .هلته لشکر طیبه هم خپل لاس لرل رد کړی دی .
د بمبی سټاک مارکیټ او ټول بزنسونه تړلي دي او دغه شل ملیونیزه ښار د بشپړ رکود او خاموشۍ په حال کی دﺉ . هندی استخبارات او امنیتی مسؤلین وایی چی حمله کونکي په هندی او پنجابی ژبو ږغیږی چی دا ثابتوی چی هغوی هندیان دي خو اعمال یې بیا سیاسی او القاعده غوندی دي ځکه صرف امریکایان ، برتانویان او یهودیان یې هدف دی . نو ځکه دا ډول حمله د هند په تاریخ کی هیڅ سابقه نه لری . هغوی ټول ځوانان دي چی د ۲۰- ۲۵ کالو تر منځ عمر لری . دوی ادعا کوی چی یو تن یې پاکستانی معلومیږی . بیا هم په واضح توګه حمله کونکو کومه مشخصه غوښتنه نه ده وړاندی کړې نو ځکه هر څه یوه معما غوندی ښکاری .
د لندن ډېلی ټلګراف ورځپاڼی نن ولیکل چی په هند کی په تیرو درو کالو کی ۷۰۰ کسان په تروریسټی حملو کی وژل سوي دي خو تر اوسه هیڅ دوسیه هم نه ده تصفیه او حل و فصل سوې .