کور / تازه خبرونه / ديو لاسي بم چاودنې په پايله کې دوه کسان ووژل

ديو لاسي بم چاودنې په پايله کې دوه کسان ووژل

د جمعې په ورځ ماښام نا وخت دخوست ولايت مرکز د سيګې په سيمه کې د يولاسي بم د چاوديدو له امله دوه کسان وژل شويدي
   د خوست ولايت د امنيي قوماندانی د جنايي جرمونو سره د مبارزې امر سمونوال عزيزاله وايي چې تير ماښام  دخوست ولايت مرکز سيګې په سيمه کې  ديو کور دوه غړي چي يو يي نارينه او بله ښځه ده په نه پامۍ کې  دلاسي بم  د چاوديدو له امله وژل شويدي
 عزيزاله زياتوي چې تر اوسه دا مالومه نده چي دوي په لاسي بم څه کول خو د وروستيو پلټنو په ترڅ کې به يي پايله په ډاګه شي