څلور شعرونه
شرین کلامه
ماته ګرانه له خپل ځانه محبوبا شرین کلا مه
هر کاته او هر نظر دی مینه مینه ماته الهامه
چی نظر دی پر ما وشی له خوښی شم مستانه
هر ادا او هر نخری دی را لیږی ماته انعامه
نه شرمیږم
که منی که نه منی نن جوړه در سره ځم
څه چی زړه می راته وایی همغسی کوم
لیونی یم ستا له مینی له هیچا نه شرمیږم
نه ګرځم ستا له مینی که په مخ څپیړی خورم
مینه
مینه هسی انګیزه دی چی وتلی وی له واکه
نصیحت دهیچا نه اوری هم سر کش وی هم بیباکه
انعکاس د ښکلا وی په نظر د ښکل پسند و
چی اخلال سره شی مخه هیجا نی شی غضبناکه
رسوایی
رسوایی می ستا په مینه کی خوښیږی
پټ ، پټ ، مینه کی زړه می زر تنګیږی
پریږده پوه شی خلک ځما او ستا په مینه
چی غماز له ډیره قهره وپړسیږی
۷-۱۲-۲۰۰۷
جرمنی