کور / تازه خبرونه / وسلوالو د طالبانو پخوانى وياند ووژاه

وسلوالو د طالبانو پخوانى وياند ووژاه

تېره شپه د ننګرهار په چپليار ولسوالۍ كې وسلوالو د طالبانو پخوانى وياند عبدالحق حقيق چې په ډاكټر حنيف مشهور وو د كورنۍ د دريو نورو غړيو په ګډون د ماشين ګڼو په ډزو وواژه .

تر دا مهاله چا د پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې .

د طالبانو يو تن وياند زبيح الله مجاهد  نن له رسنيو سره د خبرو كولو پر مهال وويل چې :

د ډاكټر حنيف په وژل كېدو خورا خواشينى دى او په پېښه كې  د دوى هيڅ ډول لاس نه شته .

خدا بخښلي څو ورځې وړاندې له رسنيو سره د خبرو كولو پر وخت ويلي وو چې له طالبانو او دولت څخه يې وېره نشته خو يو شمېر پاكستانۍ كړۍ شته چې غواړي په يو ډول نه په يو ډول ورته سرخوږى جوړ كړي .

 

روح يې ښاد او ياد يې تلپاتى