خوست: د ولايتي شورا يوه وكيل، دوه وروڼه ووژل شول
د خوست د ولايتي شورا وکيل نواب خان دوه وروڼه سهار داسې مهال د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه او ووژل شول، چې له کوره په يوه موټر کې د صبريو ولسوالۍ خالبېسات ښارګوټي ته پر لار وو.
دوى دواړو له ډېر وخت راهيسې په نوموړي ښارګوټي کې دوکانونه کول او هره ورځ به يې له همدې لارې تګ راتګ کاوه.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې بريدکوونکو د وژل شويو موټر هم له ځان سره بېولى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پېښه کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړل.
د سيمې ولسوال ګل قاسم جهاديار پېښه تاييدوي او وايي، چې پوليسو پلټنې پيل كړي، خو تر اوسه يې په تور څوک نه دي نيول شوي.