غزل
شپه د تېرېږي ما ته ته يادېږې
ستوري خنديږي ما ته ته يادېږې
زما سنګسار ته راوتلي خلك
كاڼي اورېږي ما ته ته يادېږې
اوس چي هر كال وني ګلونه نيسي
غوټۍ غوړېږي ما ته ته يادېږې
يه د هجران تور تم خوړلې ياره!
شمعې بليږي ما ته ته يادېږې
موږ د فراق په زولنو تړلي
اوښكي بهيږي ما ته ته يادېږې
ستا د پيكي شمال به كله راشي
وږمې چلېږي ما ته ته يادېږې
مازديګرى دى پېغلي ځي ګودر ته
په ملا كږيږي ما ته ته يادېږې
هاشمي! ستا په نصيب باد هم زاړي
خاوري بادېږي ما ته ته يادېږې