کور / شعر / تنور

تنور

 
زما په کلي کې اوس پېغلې تنور نه بلوي
زما په کلي کې هر کور د تناره مثال دی
اوس په خېمو کې پېغلې ناستې دي یو ټوک ډوډۍ له
او د زلمو ورونو ستایلو په ځایې ساندې وایي
بس داسې حال دی چې له حاله مې هر څوک خبر دي
خو بیا هم څوک له خپلې وېرې غږ کولی نشي
نه څوک بادار شته،نه سردار او نه خان پاتې  دی
که بس څه پاتې دي نو دغه یک یو ځان پاتې دی
خو دغه ځان نه د لحظې بروسه هم نشته دی
چې درنګ ساعت له به د کومې بلا پنجو له ځي

تبصره نسته

  1. n3LvVZ <a href="http://fdyrkrexqhmf.com/">fdyrkrexqhmf</a&gt;, [url=http://kqsfmjsohxre.com/]kqsfmjsohxre[/url], [link=http://eednmljbifpw.com/]eednmljbifpw[/link], http://gyruefuaxqjt.com/