اسراییل : په یهودی مرکز کی پنځه کسان ووژل سول
رویټر ، بی بی سی او اسوشیټیډ پریس د بمبی څخه په خپلو تازه خبرونو کی وایی چی اسراییلی دیپلومات وویل چی د بمبی په یهودی مرکز کی پنځه یرغمل سوي خلک ووژل سول . هغه ځای اوس تصفیه سوی او حمله کونکي وژل سوي دي . د بمبی د پولیسو لوی کمشنر حسن غفور وویل چی موږ کوښښ کوو چی خلکو ته زیان و نه رسیږی که نه دا عملیات به ژر ختم سوي وای . هندی کوماندویی پوځ وایی چی یهودی مرکز او آبیروی هوټل تصفیه سوي دي او خونه په خونه تلاښی جاری ده . ویل کیږی چی تر اوسه ۱۵۰ کسان وژل سوي چی ۸ خارجیان ، ۲ کوماندوګان ، ۱۵ پولیس ، او ۹ هم جنګیالي پکښی شامل دی او څه باندی ۳۰۰ نور هم زخمیان دي . پولیس وایی دا چی جنګیالي په دننه کی ښه بلد دي کله دلته او کله هلته حملې راباندی کوی نو معلومیږی چی هغوی ته د هوټل نقشه ښه ور معلومه او دلته ډېر روږد وو . په وژل سوو جنګیالیو کی د یوه تذکره د مورشیس هېواد څخه ده او د هغوی سره کریډت کارډونه ، ډالرونه او هندۍ روپۍ موجودی وې . دوی وایی چی یو مو ژوندی نیولی دﺉ . کوماندوګانو وویل چی په آبیروی هوټل کی یوه کوټه بهر ته سورۍ وه او ښایی جنګیالی له هغې خوا تښتېدلي وی خو دا ښکاری چی هغوی ډېر ماهر او چالاکه وو . بلخوا د پاکستان بحری پوځ نن وویل چی کومی دوې کښتیانی چی هندي پوځ وایی موږ نیولی چی ګویا پاکستانۍ دي ، هغه په موږ پوری هیڅ تعلق نه لری او هندی بحریه خپله ناکامی پر موږ اچوی . پاکستانی بحریه وایی چی د هندی بحریې ناکامی تېره هفته هغه مهال ښه ثابته سوه چی ویلی یې وو چی دوی سومالیایی تښتونکې کښتۍ ډوبه کړه خو وروسته معلومه سوه چی هغه یوه بیګناه تایلینډۍ کښتۍ وه . د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی نوي ډیلی ته تللی دی او هم د آی ایس آی لوی ریس ور روان دی تر څو د هند سره مرسته وکړی . مخکی د امریکا ، برتانیې او اسراییلو خاص ټیمونه ورغلي دي . هندی کوماندو وایی چی عملیات په خپل وروستي پړاو کی دی او ښایی نن ختم سی . دغی حادثې بمبی او ټول هند ته ستر مالی او اقتصادی زیان واړاوه او ممکن څو بلیونه ډالره وی .