کابل : طالبانو ۱۳ پوځیان او پولیس ووژل
رویټر د کابل څخه خبر ورکوي چی د افغان پوځ یو جنرال فضل احمد سیار وویل چی طالبانو د یو مؤفق کمین په ترڅ کی د بادغیس په بالا مرغاب کی ۱۳ پوځیان او پولیس ووژل او ۱۹ نور یې ژوندي ورسره بوتلل . دغه جنرال زیاته کړه چی طالبانو په دې غافلګیره حمله کی ۲۶ پوځی موټرونه هم ور سره یووړل . ده وویل چی موږ پر خپلو بهرنیو دوستانو د کومک ږغ کړی خو تر اوسه کوم مؤفقیت نه دی حاصل سوی .