ايران او پاكستان وارخطا دي ( د عبدالله ليکنه )
سياست په نيتونو نه بلكې په كړنو سره بيانېږي او څرګندېږي. سياست هغه څه دى چې مور او پلار نه لري خو اولادونه زيات زېږوي او موږ كولى شو د سياست د اولادونو له څرنګوالي څخه د سياست څرنګوالى وټاكو.
كه د تېر وخت له ګېلو مانو څخه تېر شو او خبره له همدې ځايه پيل كړو چې امريكه له خپل نړيوال ملاتړ سره په افغانستان كې ده، په بن لادن، القاعدې او طالب مشرانو پسې ګرځي او پر ضد يې د مذهبي تندلارو او القاعدې له خوا جګړه، مقاومت او پاڅون روان دى او دا حال لږ تر لږه د سيمي هيوادونو سوداګرۍ او ځينو ستراتيژيكي موخو ته زيان اړولى او د جګړې لګښت تر ملياردونو ډالره رسېدلى.
د امريكې ولس د افغانستان د جګړې په ټپه ولاړ حالت څخه خوښ نه دى او د حالت بدلول غواړي او په همدې موخه يې باراك اوباما ته رايې وركړې چې نوموړي هم د كمپاين پر مهال د جګړې د حالت بدلول غوښتل.
اوباما لا هم په افغانستان كې د يوې نوې ستراتيژۍ پلوي كوي او په دې ولاړ دى چې د افغانستان لانجې ته د پوځي فشار تر څنګ د سياسي هواري لار هم په پام كې ونيول شي.
اوباما د سي اۍ اى مامورنيو سره په لومړۍ كتنه كې د نوموړو مامورينو له مخالفت سره مخ شو چې اوباما بايد خپله پاملرنه د بن لادن تعقيب او يا نيولو ته نه بلكې په سيمه كې خپلو نورو لومړيتوبونو، ستراتيژيكي موخو او تګلارو ته واړوي. د دوى په وينا د بن لادن وژل د امريكې له موخو سره څه مرسته نه شي كولى ځكه چې بن لادن مړ او يا له امريكايي ځواكونو څخه د خپل ځان د پټولو په هڅو دومره بوخت دى چې نور امريكې او نړۍ ته د بالقوه ګواښ د پېښولو وس او فرصت يې له لاسه وركړى دى.
د استخباراتو يو بل مامور بيا د افغانستان د جګړې ولاړ حالت د امريكې په ګټه نه دى بللى او دا يې د وخت ضايع كول ګڼلي دي.
دغه وروستۍ څرګندونې د افغانستان د لانجې تر شا زيات واقعيتونه په ګوته كولى شي: لومړى دا چې د القاعدې د مشر نيول او يا د القاعدې د له منځه وړل د امريكې له لومړيتوبونو او ستراتيژيكي موخو څخه نه دي او په سيمه كې د امريكې لومړيتوبونه او ستراتيژيكې موخې د طالبانو او القاعدې د له منځه وړلو پرته نور څه دي.
دوهم دا چې د افغانستان جګړه نوره د امريكې له پاره په ګټه نه ده او په دغه جګړه كې بوختېدل امريكې ته د وخت د ضايع كولو په مانا دي.
كه امريكه د القاعدې او طالبانو د له منځه تګ نه غواړي نو څه غواړي؟ په داسې حال كې چې دوى سيمې ته د خپلو ځواكونو د استولو او جګړې له پاره همدا القاعده او د طالبانو واكمني پلمه كوله.
له القاعدې سره د طالبانو تړل د څه له پاره وو؟
پر افغانستان د امريكې له بريد څخه مخكې په سيمه كې د القاعدې د غړو شمېر ټول له زر كسانو څخه نه زياتېده د دغو كسانو د له منځه وړلو له پاره له پراخ پوځي يون او شتون څخه كار اخيستل، امريكه او ناټو د نړۍ او سيمې د ستراتيژيكي مدعيانو له مخالفت او غبرګون سره مخامخ كوله.
په سيمه كې د امريكايي سرتېرو زياتوالى او پراخ شتون او لور په لوټه تېره كول، دا په ګوته كوي چې كېداى شي امريكې د طالبانو د واكمنۍ پرځول په سيمه كې د خپلو پوځونو د يون، پراخ شتون او ځاى په ځاى كولو له پاره په كار وړي وي.
اوس سيمې ته د امريكې د يو لكيز پوځ استول او د امريكې د استخباراتو له خوا د بن لادن او د القاعدې او طالب مشرانو د له منځه وړلو په برخه كې د هغه هيواد د نوي ولسمشر باراك اوباما مخالفت او مخنيوى دا څرګندوي چې امريكه په سيمه كې د القاعدې، طالبانو او بن لادن د له منځه وړلو پورته نورې ستراتيژيكي موخې پر مخ بيايي.
دا ټوله صحنه سازي او لوبه له القاعدې او طالبانو سره په همغږۍ كې روانه ده او كه په نا همغږۍ كې؟
دا پوښتنه تر اوسه هم دوه مخالف ځوابونه لري. يو شمېر پلټونكي او څېړونكي د خپلو راټول شويو اسنادو پر مټ وايي چې دغه صحنه سازي او لوبه په بشپړ ډول د القاعدې او طالب مشرانو سره په همغږۍ كې روانه ده او ځينې نور يې بيا په نا همغږۍ كې بولي او دليل وړاندې كوي چې پر دښمن د امريكې پياوړتيا امريكې ته دا وړتيا بښلې چې د خپل دښمن كړنې په ولكه كې راولي او د دوى كړنې داسې تنظيمې كړي چې له هغو نه په خپلې ستراتيژۍ كې كار واخلي.
د دې جګړې نيوكه كوونكي وايي چې د بن لادن مخكني يون ته په كتنې سره ويلى شي چې د ده اوسنۍ كړنې حقيقت نه لري محض يو تمثيل او د امريكې او د ده تر منځ د ګډې ستراتيژۍ يوه برخه ده. ځكه د ده پخوانۍ كړنې د امريكي د استخباراتو د هوډ په دايره كې ترسره شوي او نوموړى د ډير وخت له پاره له امريكې سره د مبارزې او جګړې په ګډه ليكه كې پاتې شوى، د امريكې د استخباراتو باوري غړى و او اوسنى اختلاف چې تمثيل يې كيږي ناشوني ده چې په نابللي او ناڅاپه ډول رامنځته او حقيقت دې ولري.
د شوروي پر ضد جګړه كې بن لادن او امريكه خوا په خوا ولاړ وو او د امريكې د استخباراتو تر څنګ يې صادقانه چوپړ ته ملا تړلې وه.
د بن لادن كورنۍ د امريكې د ولسمشر بوش له كورنۍ سره له اوږدې مودې راهيسې ګډې كمپنۍ او سوداګري لري چې اوس هم دغه اړيكې په برياليتوب سره پر مخ ځي.
بن لادن او بوش د يونيكال او اينران امريكايي او دلتا سعودي عرب د تېلو په كمپنيو كې ونډې لري او د كسپين حوزې د تېلو او ګازو په سوداګرۍ كې شريك دي. دغه ډله شنونكي وايي چې د تېلو په دغه پروژه كې بن لادن ته د جګړې د زمينې برابرونكي رول وركړ شوى، كومه جګړه چې امريكه يې د تېلو د زېرمو خپلولو، د سيمې نوي وېش، د خپل نفوذ د پراختيا او ثبات له پاره اړينه بولي.
د كسپين د تېلو او ګازو زيرمې د امريكې د اقتصادي كړكېچ د رغولو له پاره د يوازنۍ نسخې او اب حيات حيثيت لري. كه دغه زيرمې د امريكې لاس ته ورځي نو كولى شي د امريكې مخ پر ودې اقتصادي كړكېچ او بې كارۍ ته پاى وركړي او امريكه د جاپان او چين د 50 تريلون ډالري پور څخه وژغوري.
نړيوال شنونكي وايي چې طالبان هم د يونيكال له خوا د دوى د مخالفينو يانې شمال ټلوالې پر وړاندې چې د ارجنټاين د بريډاس كمپنۍ سره تر غاړې وتي وو مطرح شول او هغه وخت له منځه يوړل شول چې دوى كله ونه كولى شول خپل مخالفين له منځه يوسي او د دوى مخالفينو د خپلې كمزورتيا له امله د بريډاس پر ځاى له يونيكال سره معاملې ته غاړه كېښوده. په دې صورت كې يونيكال خپلې موخې ته رسېدلې وه او له شمال ټلوالې سره جګړه ورته نوره اړينه نه ښكارېده او دوى بايد د لوبې بل پړاو ته ننوتي واى چې همدا روانه جګړه ده او په دې توګه له طالبانو څخه د شمال ټلوالې له ښكېلوېستو وروسته بايد په روانه جګړه كې كار اخيستل شوى واى، همدا وو چې جګړې خپله مخه بل لور ته وګرځوله او طالبانو او القاعدې ته بله دنده او رول وټاكل شو او په دې ترڅ كې د طالبانو حكومت د تېلو د ستراتيژي د ګړندي پرمختګ قرباني شو.
د ((غټ دروغ)) كتاب ليكونكي په اسنادو سره د بن لادن او د امريكې د دښمنۍ تمثيل په ډاګه كړى او ويلي يې دي چې پر نيويارك له بريد څخه دوه مياشتې مخكې بن لادن، كله چې د نوموړي پر سر امريكې 25 مليونه ډالره انعام ايښى و، د دوبۍ په امريكايي روغتون كې د پښتورګو د پړسوب له امله بستر و چې په منظمه توګه سعودي شهزادګان چې د دلتا كمپنۍ چلونكي دي او د سويلي اسيا له پاره د سي اۍ اى مشر او د سعودي عرب د استخباراتو مشر شهزاده تركي ليدنې كتنې ته ورتلل. ده په خپل كتاب كې د روغتون د راجستر سند هم درج كړى. په همدغه كتا ب كې وايي چې د پاكستان استخبارات هم د دغې لوبې يو بل نوموتى لوبغاړى دى چې له ملاعمر او بن لادن سره په ګډه د افغانستان د جګړې لوبه پر مخ وړي، دغه استخبارات د امريكې او سعودي په پيسو بن لادن او ملاعمر ته لوژيستيكي تامينات او د استوګنې ځايونه برابروي. په دغه كتاب كې دا هم راغلي چې د نيويارك له بريد څخه يوه ورځ مخكې بن لادن د لاهور په يو روغتون كې چې د استخباراتو له خوا څارل كيږي بستر و او د بستر د راجستر سند يې هم كتاب ته رانقل كړى دى.
په دې وروستيو كې د عربي متحده اماراتو حكومت يو سند په ډاګه كړى چې په كې ويل شوي د نيويارك پر سوداګريز مركز يو بريدګر عطا ته د پاكستان د استخباراتو مشر محمود احمد پيسې استولې وې. ځينې عينې شاهدانو هم دا په ډاګه كړي چې د القاعدې او طالبانو مشران په پاكستان كې په تورو شيشه لرونكو موټرو كې ازاده ګرځي او باډي ګاردان او موټر چلونكي يې هم د پاكستان د استخباراتو او يا پوځ لوړ رتبه افسران دي.
دغه لوبه اوس تر دا ځايه رارسېدلې چې د زيرمو راوېستل تر 2012 پورې بشپړېږي، په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو شتون او موخې خپلې وروستۍ مرحلې ته نږدې شوي، خو جګړه نوره د يونيكاليانو له ولكې وتلې او امريكه د افغان او پښتون ولس له جګړې سره مخ شوې او د امريكې ځواكونه په دا پلندۍ كې اوس داسې بند پاتې دي چې نه مخ ته تللى شي او نه شاته.
امريكه په نوې ستراتيژۍ كې په پام كې لري چې له افغان قومي مشرانو سره معامله وكړي، په دې توګه جګړه لږ څه سړه او فرصت پيدا كړي چې يو قدم مخته ورشي او د پښتونستان، بلوچستان او كشمير لانجه د مېز سر ته راوباسي او دغو لانجو ته له 2012 كال څخه مخكې چې د تېلو د زيرمو لېږد پيلېږي، د حل يوه لار وباسي.
اوس دا به په افغان مشرانو پورې اړه ولري چې د لوبې ځانګړتياو ته په كتنې سره سره بيا هم له دغه فرصت څخه څنګه ګټه پورته او په دا لوبه كې خپلې ستراتيژيكي ګټې څنګه مطرح او خپل امنيت او ملي ګټې څنګه خوندي كولى شي.
دا په داسې حال كې دي چې افغان ولس په څو اړخيزه استخباراتي لوبو كې ښكېل دى، له دوى څخه يوازې د جګړې د سون توكو په توګه كار اخيستل كيږي خپله خپلواكه مشرتابه نه لري او د جګړې په دواړو غاړو كې چې كومې مشرتابې يې په سرلارۍ كې دي له بهرنيانو سره تړلي دي، په خپلو مافيايي ګتو پسې ګرځي او له ملي او نړيوالې فضا څخه د شخصي او مافيايي ګټو له پاره كار اخلي.
د دولت په مخالفه غاړه كې د پاكستان استخبارات افغانان د يو وړيا پوځ په توګه د خپلو ستراتيژيكي موخو له پاره كاروي چې هماغه د ايران او پاكستان تر منځ د افغانستان وېشل او په افغانستان كې د امريكې د مخې ډپول او په پاى كې د امريكې دېته اړوېستل دي چې د پښتونستان، بلوچستان او كشمير لانجې د پاكستان په خوښه او ګټه هوارې كړي او هم د كسپين حوزې د تېلو په زيرمو كې ورته له څلور سلنې څخه په غټه ونډه قايل شي. پاكستان د دغو تېلو 20 سلنه برخه غواړي چې د سلو كلونو له پاره د پاكستان د تېلو او ګازو مصارف برابرولى شي.دا مهال پاكستان د تېلو او ګازو له سخت كمبود سره مخ دى او تر 2015 كال پورې به د پاكستان د ګازو زيرمې پاى ته ورسېږي او كه نوموړى هيواد د تېلو او ګازو نويو زيرمو ته لاس رسى ونه مومي نو پاكستان به له سخت اقتصادي كړكېچ او ان له تجزيې سره مخ كړي.
كه څه هم پاكستان د روانې لوبې فعاله غړى دى، خو ځينې كړنې يې نړيوالو ته مشكوكې او د روانې ستراتيژۍ پر ضد دي، دا ځكه چې پاكستان هم د روانې لوبې د تطبيق يو اړخ دى او هم د مخنيوي. پاكستان د پښتونستان، بلوچستان او كشمير په برخه كې له روانې نړيوالې ستراتيژۍ سره په ټكر كې دى او د دغو سيمو د لانجو د پاى ته رسولو له پاره اړ دى چې يا په دغو ساحو خپله ولكه ټينګه كړي او يا دغو سيمو ته ازادي وركړي او خپله يوازې په پنجاب او سند بسنه وكړي.
د ستراتيژۍ دغه برخه چې له پاكستان څخه يو څه پټه ساتل شوې پاكستان په وېره او ګومان كې اچولى او اوس د افغانانو په جنګولو او دپلوماتيكو هڅو سره غواړي خپلې واورې د افغانانو پر بام واچوي او افغانان او افغانستان د خپل هېواد د تجزيې د مخنيوي او دفاع قرباني او پخپله يې تجزيه كړي.
اوس پوښتنه دا ده چې ناټو او امريكې ته به دغه جګړه په كومه بيه تمامه شي او امريكه چې اوس په سخت اقتصادي كړكېچ كې ده دغه بيه پرې كولى شي؟
تر ټولو يو مهم حقيقت دا دى چې د سيمې د امنيت او ثبات پر مخ كې تر ټولو غټ خنډ پاكستان او ايران دى. پاكستان د پښتونستان او كمشير د راتمولو او ښكېلولو له پاره په افغانستان او هند كې له 60 كلونو راهيسې لاسوهنه كوي او د دغو سيمو د ښكېلوېستلو او له تمدن څخه د لرې ساتلو له پاره د سيمې مذهبي ډلې او ملايان يې په مذهبي_استخباراتي جادو خپل كړي او د خپلو ولسونو پر ضد يې استعمالوي.
ايران په افغانستان كې د حالاتو د خړپړتيا او د امريكې د راايسارولو او د افغانستان په پلندۍ كې لكه د شوروي په شان د ډوبولو هڅې كوي. دوى په افغانستان كې د پارسي ژبې او شيعه مذهب له موقف څخه ګټه اخلي او د افغانستان دغه لږكي د افغان دولت او پښتنو د كمزوري كولو له پاره كاروي. بلو پلو ايران او پاكستان د منځنۍ اسيا د بازار د سرخانۍ مدعيان دي او په سيمه كې د اروپا او امريكې شتون د خپلې سرخانۍ او اقتصاد په زيان ګڼي. ايران په دې هڅه كې دى چې د كسپين د حوزې هيوادونه له نړيوالو بازارونو څخه لرې وساتي او په دې توګه د خپلو تېلو او ګازو د زيرمو د پلورلو له پاره نړۍ اړ باسي چې د كسپين د تېلو او ګازو د زېرمو پر ځاى د دوى زېرمو ته مخه كړي. كه څه هم د منځنۍ اسيا د منزوي كولو پر سر ايران او پاكستان ګډ نظر لري، خو پاكستان بل پلو تېلو ته هم سخته اړتيا لري چې دغه دوه هېوادونه سره بيا لرې ساتي او د امريكې له خوا د ايران منزوي كېدل له نړۍ سره د ايران د اړيكو په لاره كې ستر خنډ دى. ايران پاكستان او هند بيا په دې خوشاله كړى چې د ترانس افغان د نل ليكې پر ځاى به د ترانس پاكستان نل ليكه له ايرانه وروغځوي، خو هند بيا نوموړې پروژې ته د امريكې د لاسوهنې له امله خوشبينه نه دى، ځكه چې هند د خپلو برېښنا اټومي بټيو له پاره ګازو ته اړتيا لري، چې نوموړې بټۍ د امريكې له خوا او په شركت سره جوړې شوې دي.
لوبه به څرنګه مخ ته ځي؟
د افغانستان تجزيه كول د افغانستان له لارې د امريكې د منځنۍ اسيا د تېلو او ګازو د زېرمو لېږد ناشوني كوي، ځكه په دغه تجزيه كې د افغانستان شمالي او لويديځې ځمكې ايران او سويلي او ختيځې سيمې پاكستان ته رسېږي او دا هغه سيمې دي چې نل ليكه ترې تېرېږي. بل پلو د افغانستان په تجزيې سره په سيمه كې هيڅكله ثبات او امنيت نه شي راتلاى. ځكه د افغانستان شمالي سيمې سني مذهبي دي او شيعه ته يې هم ايران په سمه سترګه نه ګوري، بربريان ورته وايي او له دوى سره د دوى د اخلافو يانې مغلو تربګني او دښمني پالي. بل پلو پاكستان هم نه شي كولى د افغانستان په سويلي سيمو كې چې اوسېدونكي يې پښتانه او بلوڅ دي او له لسګونو كلونو را په دې خوا له پاكستان سره د خپلې خپلواكۍ له پاره جنګيږي او كه چېرې پر دغو پښتنو او بلوچو د افغانستان پښتانه او بلوچ هم ورزياتېږي، نو د دوى ځواك نور هم پسې زياتېږي او د دوى يوځاى كېدل به په سيمه كې ناامني نوره هم زياته او ان د پاكستان د تجزيې لامل شي. د افغانستان په شمال كې د ايران او په سويل كې د پاكستان د نفوذ پراختيا او د سيمې د ناامنۍ او بې ثباتۍ زياتېدل امريكې او ناټو ته د منلو وړ نه دي او دغه كار د منځنۍ اسيا د تېلو د سوداګرۍ هڅې ټولې په اوبو لاهو كولى شي.
پورتنيو ستونزو ته په كتنې سره په سيمه كې د دايمي امن او ثبات يوازنۍ لار دا ده چې له ايران څخه بلوچستان او خراسان او له پاكستان څخه هم بلوچستان او پښتونستان جلا او دوى ټول په خپله پخوانۍ جغرافيه يانې افغانستان كې سره راټول كړاى شي.
پاكستان او ايران دا مهال پياوړي دولتونه لري چې په بې رحمۍ سره ولسي پاڅونونه او خپلواكۍ غوښتونكي غورځنګونه ځپي او دغه محكوم ولسونه د ايران او پاكستان د ځواكمنو دولتونو پر وړاندې د خپلې خپلواكۍ وس نه لري. د شنونكو په اند ناټو او امريكه په پام كې لري چې دغه دواړه هېوادونه د اسلامي اورپكۍ په اور كې لولپه، كمزوري او په پاى كې تجزيه او واك يې ملت پالانو ته وسپاري.
افغان ولس په مافيايي ډول د وړيا سرتېرو په توګه په دغه جګړه كې د ښكېلو غاړو له خوا د خپلو خپلو موخو له پاره په داسې حال كې كارول كيږي چې دغه جنګي ډلې د افغانستان له پاره هيڅ ستراتيژي نه لري، د ځانونو په سپر كولو سره د نورو ګټې تامينوي او تضمينوي او خپل هېواد او ولس له پاره هېڅ هم نه لري او لګيا دي هوا په تورو وهي.
امريكه د القاعدې او طالبانو په جګړې سره له يوې خوا خپل شتون په سيمه كې توجيه كوي او له بلې خوا پاكستان او ايران ته د ناامنۍ او جګړې د لمنې په خپرولو لګيا ده. د بمبيي وروستۍ پېښې داسې ښيي چې كېداى شي كرار_كرار د هند پښه هم دغې لوبې ته راكش كړاى شي او دا به پر پاكستان فشار نور هم زيات كړي. داسې ګونګوسې دي چې هند كشمير ته په خپلواكۍ وركولو راضي شوى، خو پاكستان بيا غواړي چې كشمير د خپلې خاورې يوه برخه وګرځوي او د كشمير د ازادۍ په لاره كې خنډونه جوړوي چې د بمبيي وروستۍ پېښه همدا راز يوه هڅه ده چې پاكستان په دې سره غواړي چې هنديانو ته وښيي چې په هند كې د اسلامي بنسټ پالنې او مذهبي او قومي شخړو او لانجو سرچينه يوازې كشمير نه دى او كشمير ته په خپلواكۍ وركولو سره نه شي كېداى چې د هند امنيتي ستونزې هوارې شي. پاكستان د بمبيي ټولوژنه چې هيڅ ډول غوښتنه يې تر شا نه وه د دې له پاره مطرح كړه چې د كشمير د مسلمانانو پر وړاندې د افراطي هندوانو قهر راوپاروي او دا د دې لامل شي چې په پارلمان كې دغه هندوان د كشمير د خپلواكۍ پر ضد رايه وركړي.
كشمير چې يوه برخه يې پاكستان هم لاندې كړې او له كلونو كلونو په كې جګړه روانه ده او پاكستان په كې يو شمېر اور پكي تنظيمونه جوړ كړي چې د كشمير په هندي غاړه كې يې جنګوي او دغه تنظيمونه له هند څخه د خپلواكۍ او پاكستان سره د يو ځاى كېدو له پاره جنګيږي، خو ډېرى كشميريان بيا خپله بشپړه خپلواكي غواړي چې هند يې ورسره مني او پاكستان يې ورسره نه مني.
پاكستان د باجوړ، سوات او د وزيرستان طالبان امريكا پلوي بولي او امريكه يې څو وارې په دې ګرمه كړې چې دوى د پاكستان له حكومت سره د نوموړو طالبانو په ځپنه كې مرسته نه كوي او يوازې هغه طالبان په نښه كوي چې له پاكستان څخه افغانستان ته اوړي او په افغانستان كې جنګيږي.
امريكه او افغان دولت بيا په افغانستان كې جنګېدونكي طالبان د اى ايس اۍ استازي بولي او پړه يې پر پاكستان اچوي.
عام طالبان بيا خپلې جګړې ته په تقدس قايل او په جګړه لګيا دي او په دغو سياسي لوبو خبر نه دي او په دې نه پوهېږي چې له تورو وهلو يې څوك ګټه وړي، يوازې د مشرانو او قوماندانانو له خوا چې ورته كوم لورى په نښه كيږي، ډزې پرې كوي او په خپلو ړندو ډزو سره يې نږدې د خپل نيم ولس سټه ووېسته او لاهم لګيا دي وباسي يې.
امريكه او ناټو دا مهال په افغانستان كې د جګړې سړول او په پاكستان او ايران كې يې تودول غواړي. د دغه كار له پاره په افغانستان كې غواړي د پوځي ځواك تر څنګ د قومي مشرانو په پياوړي كولو سره پاكستان پلوه طالبان پاكستان ته په سټ كړي. د طالبانو دغه سټ كېدل امريكې ته دوه ګټې رسوي، يوه دا چې جګړه به په پاكستان كې ورسره توده شي او بله دا چې پاكستان ته به د امريكايي ځواكونو د ورتګ له پاره بهانه جوړه شي.
امريكه په افغانستان كې د يو نسبي امن ټينګولو له پاره بايد 180 درجې انعطاف وښيي او لوړه بيه وركړي. ځكه په افغانستان كې د امن ټينګولو له پاره دوه مليونه اربكيو او څلور لكه وسله والو ځواكونو ته اړتيا ده چې په دومره شمېره كسانو ته د معاش او معيشت برابرول ملياردونه ډالره لګښت لري چې دا وخت امريكې ته چې خپله په اقتصادي كړكېچ كې راايساره ده ناشوني برېښي.
بل پلو امريكه د پاكستان د تجزيې له پاره له څلورو كلونو څخه زياتې مودې ته اړتيا لري او د ايران جګړه به دغه موده لاپسې وغځوي چې دا به د جګړې او نويو بدلونونو لګښت لاپسې زيات كړي.
بل پلو امريكه په دې ښه پوهېږي چې په افغانستان كې د امن او ټېكاو په ټينګېدو سره د جګړې لګښتونه تر نيمايي زيات كمولى شي او په افغانستان كې د دولت، مدني ټولنو او قومي مشرانو او ټولنو په پياوړي كولو او ملاتړ سره د افغانستان ټېكاو ورته تر پوځي زور ازمايلو په ارزانه بيه پرېوځي.
پاكستان او ايران د افغانستان په جګړې زيات ټينګار لري، كه چېرې دغه دوه غټ شيطانان د افغانستان د جګړې چانس او فرصت له لاسه وركوي، نو دا به په دې مانا وي چې د جګړې ابتكار به د ايران او پاكستان له لاسه وځي او دغه دوه هېوادونه به اړ كيږي چې د يو تعرضي موقف او حالت پر ځاى دفاعي موقف او حالت غوره كولو ته مخه كړي. پاكستان او ايران د خپلو جيوپوليټيكو او اتنوګرافيكو ځانګړتياو له مخې د زيات وخت له پاره په دفاعي موقف كې پاتې كېداى نه شي او ژر تر پښو پرېوځي.
له همدې امله پاكستان او ايران دا مهال په افغانستان كې د سولې او ثبات راوستلو سخت مخنيوى كوي او له طالبانو سره د خبرو او جوړجاړي كولو سرسخت مخالف دي او په دې هڅو لګيا دي چې كه د هيواد په سويل كې د طالبانو جګړه پاى ته رسېږي دوى بايد د افغانستان په شمال كې يوې بلې نوې جګړې ته لمن ووهي چې هغه د قومونو جنګولو جګړه به وي.
ځينې طالب مشران د سيمې روانو ستراتيژيكو لوبو او د پاكستان او ايران دوه مخۍ ته متوجه شوي چې هم طالبانو ته وسلې او پيسې وركوي او هم يې په واكمن كېدو خوشاله نه دي او دوى د خپلو موخو له پاره استعمالوي، نو په پام كې لري چې په هېواد كې له افغان وژنې او ورور وژنې لاس واخلي او له جګړې څخه خپله خوا وګرځوي.
له طالبانو سره د خبرو اترو د لړۍ په پيلېدو د ايران، روسيې او پاكستان لينګي سخت ګړبېدلي او خپلو كړيو ته يې امر كړى چې دغه راز طالب مشران او قومي متنفذين له خبرو مخكې له منځه يوسي او پرې نږدي چې د افغانستان جګړه سړه شي.
د خبرو دغه لړۍ اوس وروسته غورځول شوې او په راتلونكې كال كې به د اربكيو له جوړېدو سره جوخت پيله شي.
همدا لامل دى چې پاكستان او ايران سيمې ته د امريكې د نويو پوځونو راتګ سخت وارخطا كړي او د خپلو لاسپوڅو له ادرسه د اربكيو او سيمې ته د نويو ځواكونو د راتګ پر ضد تبليغات كوي او څرګندوي چې امريكې او افغان دولت نوره ماتې خوړلې او دا ماتې په هيڅ ډول جبيره كېداى نه شي، خو يقيني دا ده چې په دې سره د ايران او پاكستان تباهي نوې پيلېږي او د ترهګرۍ ضد جګړه خپلې اصلي موخې او جغرافيا ته داخلېږي.