کابل:د افغان استادانو اوپوهانو ګډه مطبوعاتي اعلاميه

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2008


بسم الله الرحمن الرحيم


دکابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، د کابل پوليتخنيک پوهنتون، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د استادانو اوپوهانو ګډه مطبوعاتي اعلاميه


د١٣٨٧ لمريز کال د لړم دېرشمه
کابل آريانا رستورانت- ميرويس ميدان
کابل – افغانستان

د روان کال د لړم ٢٦ مې نيټې د شپې له نهو بجو راهيسې څو پرله پسې ورځې د کابل پوهنتون مرکزي ليليه او تدريسي چاپيريال د يو لړ ګډوډيو او بې نظميو سره مخامخ شوي دي. دې ګډوډيو نه يوازې د کابل پوهنتون درسي او اداري چارې اخلال کړي ، بلکې د نورو پوهنتونونو، علمي او اکاډميکو مؤسسو چارې يې هم له ګواښ سره مخامخ کړې دي . پر دې سربيره د افغانستان امنيتي څانګې ، ملي شورا او هيوادوالو ته يي هم انديښنې ور پيداکړې دي . دا پېښې په داسې حال کې منځ ته راځي ، چې له ديرشو کالونو راهيسې ستره انساني غميزه، زموږ په هيواد کي په ټول شدت سره روانه ده او هره ورځ په منځنۍ توګه د سلو افغانانو د وينو په بيه تماميږي .


د پېښې اصلي جريان دادی ، چې د هيواد سوګند خوړلو بهرنيو دښمنانو په لارښوونه او لمسون، او د يو شمير کورنيو کړيو په اشاره د ګوتو په شمير احساساتي ځوانان هڅول شوي ، چې د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې د ملي ، علمي او اداري ترمينولوژي  د ساتلو پرخلاف ، د کابل پوهنتون په مرکزي ليليه کې د پرديو او بيګانه اصطلاحاتو ليکل شوې لوحه و ځړوي . دا کار د ټولو محصلينو او امنيتي مقامونو له سخت غبرګون سره مخامخ شو . تر دې د مخه ورته پيښې د  بغلان او مزارشريف په پوهنتونو کې هم تر سره شوې دي . د کابل ښار د څلوروملکي پوهنتونونو او د افغانستان د علومو اکاډمۍ پوهان د خپل ملي ، علمي او اکاډميک رسالت په پوهيدو نن سره را ټول شوي او غواړي د همدې مطبوعاتي کانفرانس له لارې ، خپل آواز د افغانستان ميړني او ځورېدلي ملت ته ورسوي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه خپلو قانوني مکلفيتونو او دندو ته متوجه کړي او همدارنګه ددوی پام ددې دسيسو پايلو ته را واړوي.

١. د افغانستان حکومت، امنيتي مقامونه ، واليان ، دلوړو زده کړو وزارت او د پوهنتونونو رياستونه دې د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف او د افغانستان د لوړو ملي ګټو او ملي 

فرهنګ پر ضد هر ډول بهرنۍ او کورنۍ دسيسې داسې شنډې کړي، لکه څنګه چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر ضد د دسيسو د شنډولو مکلفيت لري. همدا رنګه په هيواد کې دې د هغو رسنيو مخه ونيسي، چې د بيګانه فرهنګ د خپريدو او ترويج لپاره د بهرنيانو په ملا تړ چليږي او هغه څوک دې هم د محاکمې ميز ته را کاږي، چې د افغانستان اساسي قانون ماتوي او د خپل اصيل ملي فرهنګ پر ضد د بهرنيانو په خدمت کي وي .

٢. څرنګه چې د اساسي قانون پلي کيدل او تطبيق هغه ځواکمنه پروسه ده ، چې په هيواد کې ميشته وروڼه قومونه  د ملت جوړونې خواته بيايي، نو د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو محترمو غړو او دملت درنو استازو ته زموږ پيغام دادی، چې په ټولو ډګرونو کې د افغانستان د اساسي قانون د پلي کيدو چارې وڅاري. ملي شورا دې په ځانګړي توګه ، د مزارشريف او بغلان واليان ، د پوهنتونو رييسان او د لوړو زده کړو وزارت اړوند مقامونه خپلو غونډو ته وروغواړي او د ملي ترمينولوژي پر ضد د اعمالو له مرتکبينو څخه دې قانوني پوښتنې او ګرويږنې وکړي او د يقين په صورت کې دې هغوی څارنوالي ته ور وپيژني.

موږ د دې مطبوعاتي کانفرانس له لارې په حکومت او ملي شورا غږ کوو، چې که چيرې د يادو شوو تيروتنو او جرمونو مخه و نه نيسي او لازم اقدام و نه کړي ښايي استادان او پوهان د خپل غږ د اوچتولو لپاره پرنورو لارو چارو فکر وکړي.

يادونه:  د پوهنتونونو استادان او د علومو اکاډمۍ پوهان د سترې محکمې د عالي شورا له پريکړې څخه مننه کوي ، چې د افغانستان د ملي شورا په غوښتنه يې د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده بيا تفسير کړه . همدا رنګه د عدليې وزارت د تقنين له لوی رياست څخه هم مننه کوي ، چې د کابل پوهنتون د رياست په غوښتنه يې شپاړسمه ماده تفسير او رسماً ور ليږلې ده .

        په درناوي

Copyright Larawbar 2007-2024