غزل 

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2008


ږغ : عبدالله الهام جمالزی  –   د شعرد اورېدلو دپاره دلته کليک وکړئ 





بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه


يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه


خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بريښنا او څراغونه


په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه


د وطن په هديرو کې وي درويشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه





د دروېش دراني سره د بي بي سي د اوومی سټوډيو مرکه دلته اورېدلائ سئ ! Download Real Player

Copyright Larawbar 2007-2024