د برېښنا رياست ته… په دې نامه راغلي مليونونه ډالره څه شول؟
د کندهار برېښنا رياست، د ګټې وټې او غلا رياست!
په دې نامه راغلي مليونونه ډالره څه شول؟
د تېر والي اسدالله خالد د واکمنۍ په وروستيو مياشتو کې کې ژمنه وشوه چې په يوه نيمه مياشت کې به کندهار ٢٤ ساعته برېښنا لري، له هغې مودې، مياشتې واوښتې، د کندهار برېښنا د دې پرځاى چې له ژمنې سره سم، ٢٤ شي، داسې يوه حالت ته ودرېده چې په ٣ او ٤ ورځو کې ٢ ساعته هم نه وي. افغانستان په ٢١مه پېړۍ کې هغه هېواد دى چې پلازمېنه يې هم برېښنا نه لري، د شرم ځاى دى.
خو په کندهار ولايت کې دغه رياست چې د ګټې وټې او غلاوو په يوه تور مارکېټ بدل شوى، هرڅوک شکايت ځنې لري، رئيس يې ښاغلى انجنير فضل احمد تل په خپرو مرکو او څرګندونو کې وايي دوى شپه او ورځ د خلکو خدمت کوي، خو د دې ښاغلي او د دې رياست خدمت دا دى چې رئيسانو او نورو چارواکو ته يې ٢٤ برېښنا ورکړې خو د کندهار غريب ولس ورڅخه بې برخې دى، دوى به د نورو له حاله څه خبر وي.
څومره جونګړو ته دې اور ورته کړ
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته
دوى د برېښنا مصارف دوه برابره له خلکو زيات راټولوي چې د برېښنا په کارونو کې به پرمختګ کېږي، خو پرمختګ دا دى چې ولس نور هم له دې نعمت څخه بې برخې شو او دوى په عيش او عشرتونو کې ژوند کوي.
د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ ته د يوه توربين لېږدول هم پايته ورسېدل چې نړيوالو او کورنيو رسنيو يوه اوونۍ ورباندې بېلابېلې تبصرې کولې او هرې يوې د دې کار پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې، خو د دې کار ګټه څه شوه؟ تاسې به شاهدان ياست چې دغه پرمختګ به تر پايه د خلکو په ژوند کې مثبت تغيير رانه ولي. اوس برېتانوي ځواکونه وايي څو کاله وخت نيسي چې له کجکي څخه نوي کېبلونه نورو سيمو ته وغزول شي. دا وړۍ به د نورو هغو په څېر شړۍ نه شي.
تېر کال خو هم بريتانويانو په کجکي کې يوې غونډې ته ژمنه ورکړه چې له کجکي څخه به د هلمند نورو سيمو او کندهار ته غزېدلي لينونه نوي کوي او ډېر ژر په دوى د برېښنا د توليد ظرفيت څو برابره زياتوي او دا کار به ٦ مياشتې وخت نيسي. خو داسې فکر کېږي که پر دې کار ٦ کاله هم تېر شيو هېڅوک به د اعتراض ږغ پورته نه کړي. نه به څوک د دې درغلۍ پلټنه وکړي. بې کفايته چارواکو او ويده ولس، دغه حالت ته زمينه برابره کړې ده.
کندهار ولايت اوس د ژونديو مړو په يوې تورې هديرې بدل شوى، چې د شپې له خوا له ښار څخه ساه ختلې وي او په تيارو کې ډوب وي. له يوې خوا د تېلو بيه څو برابره لوړه ختلې، چې خلک جنراټورونه نه شي چلولاى، له بلې خوا د برېښنا رياست له درغليو، درواغو او دکې ډک فعاليتونه دې حد ته رسېدلي چې خلک د طالبانو په وخت پسې ارمان کوي، چې دوى يې نړيوال ټروريستان بولي.
د وسلوالو طالبانو په وخت کې کندهار شپه او ورځ برېښنا درلوده، چې هېچا غلا نه شواى کولاى، که به ډيزلي ماشينان هم چلول کېدل، د غلو لاسونه يې لنډ کړي وو. اوس خو څو څو واره موږ واورېدل چې نوي ډيزلي ماشينان رارسېدلي او دا دى نن او يا سبا له خيره فعالېږي. د کندهار د برېښنا د فعالولو او سمولو لپاره څلورو واليانو په مليونونو ډالر اخيستي او جېبونو ته يې اچولي دي چې د برېښنا رياست هم وسره شريک دى.
نه پوهېږم دغه چارواکي خپل حيثيت او شخصيت ته پام کوي او که اوس په عامه د درواغو ويل يو دود ګرځېدلى دى. چې دوى يې د خپلو نيمګړتياوو او بې کفايتيو د پټولو لپاره وايي.
که د چا ميټر خراب وي دغه رياست ته ورشي، د هر چا سترګې د ده جېبت ته نيول شوې وي، برقيان په دې شرط له سړي سره ځي چې شيريني او ډوډۍ ورکړل شي او کار هم په داسې شکل کوي چې سړى بيا ورته محتاج وي. له مراجعينو سره دومره بد چلند کوي چې ته وا مراجعين مجرمين دي او دلته ورسره څارنوال يا قاضي حساب کتاب کوي.
د وزير اسمعيل خان بېکفايتي او د مور و ميرې چلند خو ټولو ته معلوم دى، هرات ولايت ته له ايران او ترکمنستان څخه برق ورغزېدلى دى، خو کندهار ته خپل برق هم نه وررسېږي.
اسمعيل خان څه موده مخکې د کندهار د دهلې بند له نژدې وکوت او ويې ويل چې کاناډا ورسره د مالي مرستې ژمنه کړې ده. د اسمعيل خان څرګندونې کټ مټ رااخلم:
”دوست هېواد کاناډا چې عملاً يې عسکر دلته د امنيت د تامين لپاره ماموريت لري او د سيډا په نامه کمپنۍ حاضره شوه، د بند سروې او مطالعه وکړي، تقريبا پنځوس مليونه ډالره د کاناډا له خوا ورته ځانګړي شوي، چې پاتې يوسل او درې اتيا مليونه ډالره به د ماليې وزارت په مرسته د مرستندويو هېوادونو له خوا ورکول کېږي“
تر سلما بند وروسته دهله د افغانستان له لويو بندونو څخه ګڼل کېږي، چې دا مهال يې زياتې اوبه له استفادې پرته ضايع کېږي او ٣٠ فيصده له خټو او رسوباتو ډک شوى.
د دهلې بند له مرکز څخه د ښار شمال شرقي لوري ته څلوېښت کيلومتره ليرې پروت دى، په ١٣٣٠ ل کال کې يې کار بشپړ شوى، څرنګه چې زياده موده پر بند کار نه دى شوى، نو دا مهال يې زياتې اوبه ضايع کېږي.
که څه هم اسمعيل خان او د کندهار چارواکو هغه وخت وويل چې ډېر ژر به پر بند کار پيل شي، خو دا هغه ښکرور درواغ وو، چې وزير صاحب په عمر نه وو ويلي او زه د کندهار روشنفکرو ته حيران يم چې ولې دغسې درواغ نه څاري. هغه لوړرتبه چارواکي چې په دې ولايت کې د خيرښګڼې او خدمت نارې سورې وهي ولې په دې برخه کې چوپه خوله دي او د ولس دغې غوښتنې ته ولې پام نه کوي؟