افغانستان د هند او ایران کلتوري یرغل په درشل کښي

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2008


ویل کیږي، چې جگړې او جنگونه انسانان له پرمختگ څخه پاتې کوي؛ خوکله، چې د کوم هېواد پر کولتور او ملي ارزښتونو برید شوى وي او د نورو د کولتوري یرغل ښکارشي؛  نو بیا نه یواځې يې کولتوري شتون له منځه ځي،  بلکې ژبنى، نسلي او هېوادني  زيانونه هم ور رسيږي . 
همدا حال نن د افغانانو هم دى. افغانانو ته جنگونو دومره زیان نه دى  رسولى؛  څومره،به   چې  ورته د هند، ایران او تاجکستان  فرهنگي اغېز  ور په برخه کړى .


په افغانستان کښې د نوي  دولت له قیام سره د هند لخوا یوه نوې پالیسي په کار واچول شوه، د کومې له مخې، چې هند په پوره  آسانۍ  کولى شي چی افغان اغېزمن او په پاى کښې  افغانستان خپل کړي . 
د هند نوې پالیسي د افغانستان پرکولتور یرغل دی او هغوى  خپله دا پالیسي په پوره آسانۍ د افغانستان د شخصي تلویزيونونو پر مټ  پلې کوی .  دوى له هرڅه وړاندې غواړی  دافغانانو کورنى نظام برباد کړی،  د دې پالیسۍ ښکاره بڼه  تاسې په  افغان تلویزيوني خپرونو کښې د هندي  ډرامو له لارې  لیدلى شئ، چې په هرکورکښې ليدل کیږي او لیدونکي یې هم  زیاتره ښځې او تنکي ځوانان دي . ددغو ډرامواو سيريالونو اغېز  په کابل کښې حتا د جماعت امام  اغېزمن  کړى او تراویح  يې ورته  ځنډولي دي. 


د دې پالیسۍ دوه يم پړاو د افغانستان راتلونکي نسل ته د هغوى  دملي تاریخ غلط او دروغ  ورښودل دي ، چې د ځینو فلمونو او کارټونونو پر خپراوي خپله  دا پالیسي پلې کوي.  .  فلمونه یې د ځوانانو او کارټونونه ېې د ماشومانو د مسحه کولو لپاره نه يوازې دا، چې په بد نيت جوړيږي، بلکې په دې فلمونو او کارټونونو کښې  د افغانستان تاریخ  او بادشاهانو ته سپکې سپورې  ويل شوي او د هندې راجاگانو لخوا ورته ماته ورکول  په گوته کیږي.  يعنې  ټول هغه جنگونه، چې ، غوریانو ، ابدالیانو او ځینې نورو  په هند کښې گټلي وه،  دوى یې په ماته تبدیلوي . او  اوس ، اوس مې تر غوږه شوي، چې په ایران کښې  د دې  کارټونونواو فلمونو ژباړه پارسي ته پیل شوې او دا هم ویل شوي،  چې داژباړې د ځینو افغان تلویزيونونود خپرونو لپاره کیږي .  له دې فلمونو څخه ځینې په لاندې نومونو په هندي تلویزيونو نو کښې  خپاره  شوي هم دي:

پریتوي راج چوهان : دا یو کارټوني فلم دى،  چې د ماشومانو لپاره  په (zee cinema) کښې خپريږي.  په دې فلم کښې  پریتوي راج چوهان ، چې د یو هندي راجا زوی و،  هغه د افغانستان غوریانو ته  څوڅو ځله ماته  ورکوي او په پاى کښې هغه ځي او په افغانستان کښې د غوریانو امپراتوري له  منځه وړي .

 
پریتوي راج چوهان : دا یوه ډرامه  هم ده ، چې د (Star Plus) په خپرونوکښې خپريږي او پورتنۍ لوبه  د ډرامې په بڼه  بیا په کې وړاندې کیږي. 

قافله : دا یوداسې فلم دى،  چې د شمالي ټلوالې لپاره د هندوستان او اروپايي ټولنې په مالي لگښت  جوړ شوی دی . په دې فلم کښې د سیکهانو لخوا د پښتنو تاریخي نومياليو  ته ډېرې سپکې سپورې ویل شوي دي او هم په کښې ((افغان ځان  )) احمد شاه بابا ته د سپکاوي لوبه  لوبول شوې ده.

دې ته ورته  نور ډېر فلمونه او کارټونونه بازار ته وړاندې شوي، چې يو شمېر ډېر يې په افغانستان- کابل او کابل ته نژدې ولاياتوکښې  پلورل کیږي. 

که  د دې فلمونو مخه ونه نیول شوه؛ نو ځوان او راروان  نسل به مو نه خپل تاریخي شتون ، نه خپلې ځلانده امپراتورۍ، نه خپل  ملي مشران  او نه د خپلو مشرانو وياړنې  وپېژني؛ ځکه ، چې  دمسحې اوسنى بهير ډېر گړندى روان دى .

د اطلاعاتو او کولتور  وزارت  ته پکار ده، چې  تاريخي شتون او ملي وياړنې خوندي کړي او پر خپلې فرهنگي پاليسۍ هر اړخيز غور وکړي ؛  د دغو فلمونو د خرڅلاو بازار په افغانستان کښې وتړي، دى بايد اړ شي، چې په دې اړه  پرCable Networks ځانگړي بنديزونه و لگوي او شخصي تلویزونونوته ځانگړې ملي سپارښتنې وړاندې کړي، چې په گډه  مو ملي شتون  خوندي شي. لکه پاکستان،  چې  پرCable Networks  بنديز لگولی دى، چې هم  له دغو خپرونو خپل لگښت پوره کوي او هم خپلې ځانگړې موخې تر لاسه کوي .  د وزارت بې تفاوتي د اوسنيو  فرهنگي خپرونو او خپرونې ته د  فلمونو او ډرامو د ټاکنې  په  اړه پوره د پام وړ ده ، چې  په هيڅ توگه نوره د زغم وړ نه ښکاري .


اوس که مونږ خپلو مسلمانو وروڼو (ایرانیانو) ته وگورو؛  نو هغوې هم له هندوانو سره اوږه په  اوږه  په روانو نادودو کښې خپله لوبه لوبولې ده، چې په هيڅ شان له ((هندي تربورانو))  وروسته پاتې نه دي .
په  ایران کښې د تش  په نوم ((اسلامي انقلاب))  له راتلو څخه وړاندې  د ایران شاهي دولت یوه پالیسي لرله ، چې پان ایرانیزم نومول  شوې وه.  د دغې پالیسۍ له مخې د ایران شاهي دولت غوښتل، چې پر افغانستان او تاجکستان  کولتوري  یرغل وکړي او په پاى کښې  یو لوی ایران  د مثلث  په توگه جوړ کړي.  د هغوى  لومړۍ هڅه دا وه، چې د افغانستان ((دري ژبه))  په ایراني پارسۍ بدله کړي او بیا په آسانه ووايي، چې افغانستان هم یوپارسي ژبى هېواد دی . کله، چې ((اسلامي انقلاب)) را منځته شو؛  نو د پان ايرانيزم  دپاليسۍ لوبوونکي  لږ څه غلي پاتې شول، مګر بیا چې په افغانستان کښې  کورنيو جنگونو وده وکړه؛  نو دوى دوخت له  مصلحت  څخه په گټه پورته کولو د پان ايرانيزم  لوبه بيا پیل کړه، چې  اوس دې پالیسۍ د افغانستان مقننه ، اجرائيه ، قضائيه او نور دولتي او حکومتي  وزارتو نه  او تشکيلات اغېزمن کړي او ان  تر پوهنتونونو يې وده وکړه، چې غوره بېلگې يې روانې فرهنگي ناندرې ، د مزاری شریف د پوهنتون لوحه پر ((دانشگاى مزار)) یا له هرات  پوهنتون څخه د پښتنو زده کوونکيو رټل او یا هم د افغانستان په پلازمېنه  کابل کښې د کابل پوهنتون لوحه په ((دانشگاه کابل)) بدلول  دي .

که  افغانانو د دې پالیسيو مخه ونه نیوله؛  اوس،  خو يوازې  دېرش کاله پر کورنيو جنگونو له خوځښته پاتې شوي يو بيا به  د دې پالیسيواو بې غوريود پلي کېدو پر  لامل  د سيمه ييزې  بربادۍ له زيان سره مخ شو .

په درناوی

arshadnoor@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024