نارویجی پولیس د جنګي جنایتکارانو ساتنه کوي
هغه جنرال چی په افغانستان کی د زرګونو انسانانو له عام وژنی نه انکار نه کوی!
دی جنرال د ( افغانستان بعد از پیروزی انقلاب اسلامی تا سقوط شمال بدست طالبان ) کتاب لیکلی دي.
ده په شمال کی د لیلی د دښتی په پښتون وژنه کی ژور لاس درلود. لاندینی لینکونه وګوري:
http://www.nrksport.no/nyheter/1.6322248
په لاندینی پاڼه کی د دی جنرال د کتاب او د دشت لیلی د عام وژنی مستند فلم وګوري
http://www.nrk.no/nyheter/1.6325501
د جنرال کتاب ولولی
http://www.nrk.no/nyheter/1.6325745
دی جنرال زما ورور وژلی
http://www.nrk.no/nyheter/1.6323817
http://www1.nrk.no/nett-tv/klipp/437863
نارویجی پولیس د جنګی جنایتکارانو ساتنه کوی
دۍ جنرال وو او په افغانستان کی له تیری ، تشدد او په توکمیز بنسټ د خلکو له تعقیبولو سره تړاو لرونکی بلل کیږی.
اوس دۍ په ناروی کی اوسیږی، او چارواکو دا پتییلی ده چی له ده نه به تحقیق نه کیږی.
نارویجی ملی تلویزیون داسی اسناد لری چی دا ښيی چی د پولیسو د امنیه خدماتو اداری«جنایی»پخپله د دی تصدیق کړۍ چی دا کس په افغانستان کی د جنګی جرمونوپه کړنه کی مسول دۍ.
«داسی دلایل شته چی په دی باور وکړوچی هغه متشدد اعمال ترسره کړی کوم چی د بشر له حقوقو نه تیرۍ ګڼل کیږی.»
سربیره پر دی هم چارواکو دا پتییلی چی له ده نه به تحقیق نه کیږی.
دی هسی هر څوک هم نه دۍ!
اته کاله وړاندی دسمبر کی یو افغان جنرال له ترکی نه ناروی ته راځی. دۍ هسی هر څوک هم نه دی. د ده په نژدی ماضی کی د تشدد، تیری، وژنی او په توکمیز بنسټ د تعقیبولو کیسی شته.
دۍ د افغانستان د شمال د یو تر ټولو پیژندل شوی جنګسالار عبدل رشید دوستم مرستیال وو. دوی په نوییمو کلونو کی د مزاری شریف د ښار کامل کنترول درلود.
دوستم اوس هم په شمال کی ډیر نفوز لری چیرته چی نارویجی سرتیری هم دی. دۍ د 2001 د سپتمبر د 11 نه وروسته له طالبانو سره په جګړه کی د لویدیځو قواوو یو له مهمترینومتحدینو نه ګڼل کیږی. په ناروی کی هغه جنرال ناست دۍ چی د شمالی افغانستان او د دوستم د سازمان په هکله هراړخیزه پیژندګلوی لری.
خونی دوره
سام ضیا شریفی د امنیسستی دآسیا د برخی مشر دۍ. دۍ دا جنرال ښه پیژنی.
د 1994 نه تر 1997 ع ک پوری کورني جګړه په خپل ډیر خونی پړاو کی وه. سام ضیا شریفی وایي چی دی جنرال ته په همدی وخت کی د دوستم د شخصی لوا د جنرال په حیث تقرر ورکړاۍ شو.
دۍ چی کله په شمالی ټلواله کی د دوستم تر قوماندی لاندی راغۍ، نو لوړی زدکړی یی کړی وی. وظیفه یی دا وه چی کورنۍ جګړه وګټی او وروسته په شمال کی د طالبانو له پرمختګ سره مبارزه وکړی.
امنیسټی د شمال د پیښو په هکله کامل معلومات نه لری. عجیبه دا ده چی ده په همدی هکله کتاب لیکلي دي، هغه کتاب چی د ده سپیناوی کوی.
ورانوی، وژنی او جنسی تیري کوی!
دی جنرال د مشری او اوامرو د ورکړی رول تر سره کاوه. ښایی دۍ به د بدیانو تر منځ له ډیرو بدترینو نه نه وی خو دۍ د یو لړ تیریو مسول دی لکه د هزاره وو او پښتنو تعقیبول چی دواړه په شمالی افغانستان کی د لږکیو په ټوله کی راځی.
ضیا شریفی وايي چی د همدی جنرال په شتون کی د دوستم سړو په شمال کی کلی وران کړی. ضیا شریفی وايي چی دوي جنسی تیرۍ وکړ، او ښځینه، نارینه او ماشومان يي ووژل او ډیر خلګ يي په جبری کارونو وګومارل.
په شمالی افغانستان کی د دی جنرال د کړنو د څیړلو لپاره ډیر دلایل شته دی. دۍ مستقیما له بشری حقوقو نه په ژوره سرغړونه کی مسول دي.
په امنیسټی کی د ضیا شریفی ګمان دا دي چی نارویجی چارواکی د غښتلی جنګسالار عبدل رشید دوستم په راپارولو کی لږه دلچسپی لری.
کله چی دا افغان د وی ګی ورځپاڼی د (پ س ټ) یا د ناروی د جنايي پولیسو د خبری سرچینی(خبررسان) په نوم یاد کړ، دا رابربڼډه شوه چی دي جنرال وو. خو سربیره پر دی هم تحقیق پیل نه شو. حتی برخلاف. ځکه نارویجی چارواکو څلور کاله د مخه دا تصمیم نیولي وو چی له ده نه به تحقیق نه کیږی. دا د اسلو د څارنوالی تصمیم وو چی د جنایي سره له مشوری وروسته يي ونیو. د هغوی نظر دا وو چی د ده په هکله څیړنی ناشونی دی.
هر څه يي بیان کړی دی
د ناروی ملی تلویزیون له دی جنرال سره ډیری مرکی درلودی. دۍ نه غواړی چی انترویو ورکړی. هغه وایي چی ده د خپل بکګرروڼډ په هکله پولیسو ته هر څه ویلی دی. دۍ دلته اته کاله اوسیدلي دي بی له دی نه چی له ده نه تحقیق دی وشی.
دۍ د نارویجی استخباراتو لپاره د 2001 د سپتمبر نه مخکی او وروسته مهم وو.
د پولیسو د څارګری اداری د 2001 ع ک د مخفی ټاپی درلودونکی یو لیک نه:
« هغه د دوستم تر سرمشریزه لاندی یو رغنده نظامی رول درلود»
(ستوله اولریکسن) د ناروی د بهرنی سیاست په انستیتوت کی څیړونکی وايي، چی لویدیځی څارګری اداری د 2001 د سپتمبر د 11 په غبرګونو برجونو د تروریستی حملی نه د مخه هم په افغانستان کی متمرکزه وی. دلیل یي دا وو چی د القایده قرارګاه دلته وه.
(ستوله اولریکسن) وایی چی د سپتمبر د 11 نه وروسته اړینه ووګرځیده چی د افغانستان په هکله استخباراتی معلومات دی را ټول شی. د معلوماتو د نه درلودلو په حالت کی به هلته د نارویجی سرتیرو استول بیمسولیته چلند وایی.
(پ س ټ) جنایی هر هغه معلوماتو ته اړتیا لری چی ښي چی څوک واکداره دی او کوم کوم ارتباطات لری. جنرال عبدل رشید دوستم ازبک دي او په خپل ولایت کی یی پوره کنټرول درلودۍ. د اولریکسن د خبری سره سم دۍ اوس هم هماغه شان کنټرول لری. ځکه خو د دوستم د سازمان په هکله معلومات د جنایی لپاره کاملا اړین دی.
ښایی همدلته د دی خبری وضاحت پټ وی چی ولی دا جنرال کولي شی چی د جنګی جنایاتو له پلټونکو نه په آرام وی. د دی کیس په هکله نه خو جنایی او نه هم د عدلیی وزیر ( کنوت برګه) غوښتل چی څه سپیناوۍ ورکړی.