ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په حواله لیکلي دي چې  د افغانستان وضع د سیاسي کړکیچ په پړاو کې نده.

د ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرلیک د پینټاګون د یو سلا کار دې څرګندونو ته ځانګړې شوې چې دوې په افغانستان کې د سولې د ضمانت ماموریت نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د نیټې په سر تودو بحثونو ته په اشارې لیکلي دي چې ولس سپین ځواب غواړي.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د امنیت شورا د پلاوي سفر څیړلې او لیکلي دي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له واقعتونو سره سم چلند وکړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې د سیمې ټول هیوادونه باید په یوې واحدې ستراتیژۍ سره د ترورزم پر ضد مبارزه وکړي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د هندوستان په ممبیي ښار کې شویو ترورستي حملو ته په اشارې لیکلي دي چې ترورزم په ګرمو اوبو کې هم جبهه پرانستله.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د برطانیې د یو وتلي څیړونکي په حواله لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي دولت فاسده او نا توانه دې.

ورځپاڼې  د موضوع په دوام لیکلي دي چې  هیڅ څوک د طالبانو ملاتړ نه کوي خو خلک له دولت نه هم بې زاره شویدي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا جمهور رئیس بوش غواړي د روان میلادي کال له ختمیدو نه مخکې افغانستان ته پنځه دیرش زره نور سمندري ځواکونه واستوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې د کوکنارو د کښت بدیل څه دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د امنیت شورا د پلاوي څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې دغه پلاوي د افغانستان په روانې وضعې اندیښنه څرګنده کړه.

ورخباڼې په یو بل مطلب کې خبر ورکړې دې چې فرانسه د افغانستان په اړه د یوې سیمه ایزې غونډې کوربه توب په غاړه اخلي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هندوستان په ممبیي ښار کې شویو ترورستي حملو ته په اشارې ددغو حملو انګیزی او پایلو ته کتنه کړې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د امنیت شورا د پلاوي په سفر تبصره کړې خو پوښتلي دي چې د امنیت شورا په څه پسې ګرځي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د رسنیو د قانون په اړه ځینو ستونزو ته په اشارې د خبریالانو د ملي ټولنې په نقل لیکلي دي هغه کس او یا اداره چې دا قانون نه مني د اساسي قانون مخالفت کوي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې چې په کندهار کې یو ځان وژونکې له خپل موټر سره یو ځاې نیول شوې دې.


د اصلاح او هیوا دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.

هیواد هم پخپله سرمقاله کې د هند په ممبیي ښار ک شویو حملو ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورزم په خلاف جګړه سیمه ایزه او نړیواله هم غږي غواړي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو د وړتیاو په لوړولو ټینګار کړې دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د اشرق الاوسط ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد خبر ورکړې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو ترسره شو.

ورځپاڼې د بازار په اقتصاد کې د دولت د رول تر نامه لاندې جوړې  شوې غونډې ته د مالیې د وزیر د وینا دا برخه راغستې چې د سیالۍ پرته د بازار اقتصاد هیڅ مفهوم نلري.

دې ورځپاڼې هم په پاریس کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ګډون د نړۍ  ستر ځواکونه هم برخه اخلي. 

Copyright Larawbar 2007-2024